Practical English Grammar Course

دا پروګرام د دې له‌پاره ډیزاین شوی چې د انګلیسي ژبې مینه‌والو ته د ګرامر برخه کې غښتلی بنسټ جوړ کړي. تر څو؛ د محصلینو د انګلیسي برخې لیکنې او لوستنې مهارتونه لوړ او په سمه توګه د اړیکو ټینګولو جوګه شي. د دې نظري او عملي ګرامر زده کړې له ترکیب سره به محصلین د انګلیسي ګرامر قواعدو هر اړخیزه پوهه ترلاسه کړي. په دې پروګرام کې د ګرامري قواعدو زده کړې ته د ودې ورکولو له‌پاره ټینګار په عملي کار او تمرین باندې دي.

د پذیرش شراېط

هغه کسان چې په کاردان پوهنتون کې د Practical English Grammar Course آزموینې د چمتوالي پروګرام د زده‌کړې مینه‌وال دي، باید پر لاندې شراېطو برابروي:

دا پروګرام د انګلیسي ژبې د منځینۍ او پرمختللې کچې محصلینو ته مناسب دی، هغه څوک چې په اکاډمیک او مسلکي ډول یا شخصي موخو له‌پاره د ګرامر مهارتونو ته وده ورکولو په لټه کې دي.

د پروګرام وخت او ورځ

اونۍ کې څلور ورځې، له شنبې تر پنج‌شنبې، هره ورځ ۱۲۰ دقیقې

د پروګرام موخې

  • د انګلیسي ګرامر هراړخیزه پوهه ترلاسه کول
  • انګلیسي ژبې لیکلو او ویلو مهارتونو کې د ګرامري مفاهیمو دقیق استعمال
  • د اړیکو نیولو پرمهال گرامري‌ مهارتونو باندې برلاسي اوسېدل
  • په عادي او مسلکي لیکنو کې د رایجو ګرامري غلطیو په نښه کول او اصلاح کول
  • په ځان پوره باور سره په انګلیسي ژبه د خبرو کول او نظریاتو شریکول

د پروګرام منابع

  • د ګرامري مفاهیمو معرفي کولو له‌پاره سلایډونه/ د ورځینیو درسونو یاد داشتونه او بحثونه
  • د عملي روزنې له‌پاره ډله‌ییز فعالیتونه او تمرینونه
  • په بېلابېلو برخو کې د ګرامري مفاهیمو د ښې زده کړې له‌پاره د ګرامري لیکنو پروژې جوړول
  • د ګرامري لیکنې برخې په‌اړه؛ د رغنده نظریو ادلون، بدلون په موخه(ټیمی ناستې) جوړول
  • د کتاب حواله: Understanding and Using English Grammar (Betty Schrampfer Azar)
  • اضافي آنلاین منابع به د پروګرام په لړ کې د هرې موضوع مطابق چمتو شي.

د پروګرام ارزونه

1. پروژه (۱۵٪)

2. صنفي ازموینې، حاضري او د صنف دننه په فعالیتونو کې فعال ګډون(۱۰٪)

3. د سمسټر منځینۍ ازموینه(۲۵٪)

4. د سمسټر وروستۍ ازموینه(۵۰٪) ‌