کور / د محصلینو د بریا مرکز / کاردان کتابتون

کاردان کتابتون

د کاردان پوهنتون کتابتونونه د محصلینو او فارغانو لپاره ارزښتمند فزیکي او الکترونیکي کتابونه، د نړۍ معتبر علمي ژورنالونه، علمي رسالې او د اړتیا وړ علمي سرچینې برابروي. ددې ترڅنګ، د مطالعې یو آرام چاپېریال او د فردي او ګروپي بحثونو لپاره کاري خونې هم لري. محصلین همدارنګه کولای شي له سمبالو کمپیوټر لبونو او د ایبسکو هاسټ ډیجیټلي کتابتون له خدمتونو او آسانتیاو هم ګټه واخلي.

د کاردان پوهنتون کتابتونونه محصلین د ایبسکو ډیجیټالي خدمتونو پر مټ د علمي کتابونو او څېړنیزو ژورنالونو له غني ټولګو سره نښلوي. دا ګام د برېښنايي روزنیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې د کاردان پوهنتون د ژمنې پر بنسټ اوچت شوی دی.

کاردان پوهنتون دغه راز په کابل پوهنتون کې د افغانستان د مالوماتو مرکز (ACKU) سره د هوکړې پر بنسټ خپلو محصلینو ته ددې زمینه برابره کړې، چې د یاد مرکز آرشیف ته لاسرسی ولري او خپل د اړتیا وړ کتابونه او نور اړین روزنیز مواد ترلاسه کړي.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د مالوماتو مرکز د کتابونو، څېړنیزو ژورنالونو او د افغانستان په اړه د علمي، تاریخي، سیاسي، ټولنیزو، ادبي او اقتصادي رسالو ټولګې او غني سرچینې لري. ددې مرکز ټولګې څه باندې سل زره علمي سرچینو ته رسېږي.

د کتابتون رول

  • د انفرادي او ګروپي مطالعې لپاره د آرام چاپېریال برابرول؛
  • بېلابېلو کتابونو، علمي ټولګو او معتبرو علمي سرچینو ته، چې د ټولو ډیپارټمنټونو له اړتیاو سره سم وي، د لاسرسي زمینې برابرول؛
  • له دې ډاډ ترلاسه کول، چې ټول کتابونه د فارمټ او موقعیت له اړخه د لاسرسي وړ دي؛
  • د یوې ځانګړې دورې لپاره د کتابونو امانت ورکول؛

د مالوماتي پاڼې ډانلوډ


د کتابتون د فعالیت وختونه

د کاردان پوهنتون کتابتونونه هره ورځ له شنبې تر پنجشنې د سهار له ۸:۰۰ د شپې تر ۸:۰۰ بجو پورې د محصلینو پرمخ پرانیستي وي.


د ACKU کټلوګ

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د مالوماتو مرکز (ACKU) کټلوګ ته د لاسرسي په موخه دې لینک http://acku.edu.af ته سر ورښکاره کړئ.


خبرونه


برگزاری هفتمین دور جشن فراغت محصلان پوهنتون کاردان

پوهنتون کاردان به تاریخ 17 اسد سال 1398 خورشیدی، هفتمین دور جشن فراغت محصلان مقطع ماستری و لیسانس خویش را در قصر پغمان با حضور اعضای رهبری وزارت تحصیل...

رییس پوهنتون کاردان: کسب مقام استاد برترجنوب آسیا؛ نشان دهنده حرکت کشور به سوی پیشرفت است

پوهنتون کاردان طی یک محفل با شکوه از گزینش محترم قیس محمدی کادر علمی پوهنځی اقتصاد پوهنتون کاردان به عنوان استاد برتر آسیای جنوبی تجلیل نمود. در این ...

پوهنتون کاردان سند اعتبار ملی را از وزارت تحصیلات عالی کسب کرد

پوهنتون کاردان همراه با 5 پوهنتون دیگر سند اعتبار ملی خویش را از سوی وزارت تحصیلات عالی جمهوری اسلامی افغانستان دریافت نمودند، در محفلی که به همین من...