د کاردان پوهنتون د عمومي رییس پیغام

له تېرو شاوخوا ديارلسو کلونو راهیسې کاردان پوهنتون د افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره وړ او متخصص کدرونه او رهبران روزي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د بدلون په مهم او ننګونکي پړاو کې واقع دی، موږ لا ډېرې هڅې کوو، چې افغان ښځينه او نارينه له اوچتو مهارتونو، پوهې او د مشرۍ له وړتیاو سره د ټولنې رهبرۍ ته وړاندې کړو.

د لا ډېرو بریالیتوبونو د تر لاسه کولو لپاره، موږ خپل پروګرامونه او خدمتونه د معياري لوړو زده کړو په برخه کې د نوښتګرو لارو چارو پرمټ لا ځواکمن کړي، کوم چې پراختیايي پروګرامونه، د ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې او د پوهنتون لپاره د نړيوال اکاډمیک اعتبار تر لاسه کول پکې شاملېږي. کاردان پوهنتون تر بل هر وخت لا ډېرې هلې ځلې کوي، چې د لوړو زده کړو معيار او کیفیت لوړ کړي، د محصلينو لپاره وړ خدمتونه برابر او د پوهنتون آسانتياوو او بنسټونو ته پیاوړتیا او پراختیا ورکړي. په دې وروستيو کې موږ په بې ساري ډول له ملي او نړیوالو منل شويو تحصیلي بنسټونو سره د کاردان پوهنتون د نړیوال کېدو په موخه د همکاريو ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

دغه دوامداره هڅې موږ ته د لوړ فکر کولو وړتيا او زموږ محصلينو او تخصصي ټولنې ته د زده کړو او تدريس استثنايي تجربې ورکوي.

له اغېزناک تحصیلي چاپيريال څخه نيولې تر پراخو ښوونيزو فعاليتونو او لوړ اکاډميک تعهد پورې، کاردان پوهنتون د تحصیل او زده کړو يو داسې ځای دی، چې د هېواد راتلونکي رهبران پکې روزل کېږي. راځئ! پخپله وګورئ او ومومئ، چې کاردان څنګه کولای شي د یوې نه هېرېدونکې تحصیلي تجربې لپاره ستاسې لومړنی انتخاب واوسي.

رویین رحمانی

د کاردان پوهنتون رییس