د کاردان پوهنتون د اغېزمنتوب راپور

کاردان پوهنتون خوښ دی، چې د ۲۰۱۴ – ۲۰۱۸ کلونو په لړ کې د خپل اغېزمنتوب راپور، چې په څلورو حوزو (اقتصاد، ټولنه، کلتور او چاپېریال ساتنه) کې د دې پوهنتون فعالیتونو او لاسته راوړنو ته یوه لنډه کتنه ده؛ وړاندې کوي. دا راپور د تلپاتې والي او په ټولنیزو، اقتصادي او چاپېریال ساتنې برخو کې له کوم قید او شرط پرته د کاردان پوهنتون د ژمنتیا ښکارندويي کوي.