"

له کاردان پوهنتون څخه لیدنه

مجازي لیدنه

د کاردان پوهنتون له څانګو، آسانتیاوو او امکاناتو، لابراتوارونو، سټیډیوګانو، سرچینو، درسي چاپېریال او نورو اړوندو مواردو څخه په مجازي ډول د لاندې تصویري ټولګې پرمټ لیدنه وکړئ.

img

څانګې

کاردان پوهنتون په کابل ښار کې درې څانګې لري، چې د متخصصو کسانو له لوري اداره کېږي او د لوړو زده کړو لپاره یې مناسب علمي چاپېریال رامنځته کړی دی.

دا څانګې په تایمني او پروان دو څلور لارو کې موقعیت لري. د دې ترڅنګ، په پروان دو کې د ماسټرۍ پروګرامونو لپاره ځانګړې ودانۍ هم په نظر کې نیول شوې ده.



د معلوماتو دفتر

د معلوماتو دفترونه لومړني ځایونه دي، چې کتونکي له هغو څخه لیدنه کوي. د دې برخې حرفوي کارکوونکي د اړتیا وړ معلومات او د نوم لیکنې شراېط غوښتونکو ته وړاندې کوي.

img


img

کافه تریا

ددې پوهنتون کافه تریاوې ډول ډول خواړه او غیر الکولي څښاک توکي لري، چې قیمتونه یې هم مناسب دي. د غذایي خدمتونو ترڅنګ، د کاردان پوهنتون کافه تریاوې د کاردان له ټولنې سره د اړیکو نیولو یو مناسب ځای دی. دا کافه تریاوې هره ورځ فعالې او ګرانو محصلینو ته لازم غذايي خدمتونه وړاندې کوي.



د محصلینو خدمتونه

د محصلینو خدمتونو استازي د محصلینو د فردي او مسلکي ودې او پرمختګ لپاره کار او فعالیت کوي. مونږ محصلینو ته داسې پروګرامونه او خدمتونه وړاندې کوو، چې په خپله د علمي او مسلکي غوره والي ښکارندویي کوي.

img


img

د کار موندنې خدمتونه

آیا د دندې په لټه کې یاست؟ آیا غواړئ زمونږ د کار زده کړې پروګرامونه وڅارئ؟ نو؛ که غواړئ له خپلې مسلکي پوهې سره کار بازار ته لار ومومئ، همدا اوس د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر ته مراجعه وکړئ. موږ تاسو ته لارښوونه کوو او د بېلابېلو پروګرامونو او سیمینارونو پرمټ کار بازار ته ستاسو د لار موندنې دریڅه پرانېزو.



د محصلینو ګډون او د پروګرامونو جوړول

د محصلینو د ګډون او پروګرامونو دفتر اساسي موخه په بېلابېلو برخو کې د نصاب او له نصاب څخه بهر ګډو فعالیتونو پر مټ د محصلینو وده او د ظرفیتونو لوړول دي. دې موخې ته د سلامشورې، رهبرۍ او همکارۍ له دریڅې رسېدنه کېږي. موږ له درسي ساحې د باندې د محصلینو د ګډون او ملاتړ په موخه بېلابېل سیمنارونه، پروګرامونه او کنفرانسونه جوړ او مدیریت کوو، کوم چې محصلینو او فارغانو ته د یوې له مانا ډکه علمي تجربې د ترلاسه کولو زمینه برابره وي. دغه تجربه د محصلینو د علمي، ټولنیزې او شخصي ودې او پیاوړتیا سبب ګرځي.

img


img

جندر او له فارغانو سره اړیکې

کاردان پوهنتون له خپلو شاوخوا ۳۰ زرو فارغو التحصیلانو سره د تلپاتو اړیکو د ټینګښت او دغه راز د جندر چارو ته د رسېدو په موخه « جندر او له فارغانو سره اړیکې » په نوم یو ځانګړی دفتر رامنځ ته کړی دی. دا څانګه فارغو التحصیلانو ته ګټور خدمتونه او آسانتیاوې برابروي، چې د فارغانو د مسلکي او فردي ودې او پیاوړتیا په موخه د لنډمهالو کورسونو جوړول، سپورتي پروګرامونه او په تحصیلي نصاب کې شامل او یا له هغه د باندې یو شمېر نور فعالیتونه یې مهم هغه دي. فارغ التحصیلان کولای شي ددې څانګې له فرصتونو په ګټې اخیستو له کاردان پوهنتون سره په اړیکه کې اوسي او د خپلې مسلکي او فردي ودې او پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو ټولنو غړیتوب ترلاسه کړي.



د مالي مرستو او بورسیو دفتر

کاردان پوهنتون د خپلو برحالو او نویو شاملېدونکو محصلینو لپاره د بورسیو او مالي مرستو خدمتونه په پام کې نیولي دي. هغه کسان چې علمي غوره والی ولري او په ټولنه کې فعال واوسې او هغوی چې د پوهنتون د نظم او ډیسپلین قواعدو ته ژمن وي، کولای شي د بورسیو او مالي مرستو شراېطو ته په پام له هغو ګټه واخلي.

img


img

د کتابتون خدمتونه

د مطالعې لپاره د آرام چاپېریال او بېلابېلو کتابونو برابرول د کاردان پوهنتون یو له بنسټیزو ماموریتونو څخه دی. محصلین کولای شي د کاردان پوهنتون په کتابتونونو کې په فزیکي او آنلاین ډول کتابونو ته لاسرسی پیدا کړي. دغه راز، هغوی له وړیا انټرنېټ او د مطالعې له آرامو خونو هم ګټه اخیستلای شي. له دغو خدمتونو د برخمن کېدو لپاره له مونږ سره یو ځای شئ!



ګروپي کار خونې

آیا غواړئ، چې په ګروپي ډول مطالعه وکړئ؟ د کاردان پوهنتون کتابتون تاسو ته دغه فرصت برابر کړی، چې په یو بشپړ آرام چاپېریال کې خپل ګروپي کارونه ترسره کړئ. دغه خونې په مشخص ډول د ګروپي کارونو لپاره جوړې شوي، څو محصلین وکولای شي خپل ګروپي فعالیتونه په ښه ډول ترسره کړي.

img


img

کمپیوټر خونې یا کمپیوټر لبونه

کاردان پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره سمبال کمپیوټر لبونه او اړوند سافټویرونه برابر کړي دي. ددې ترڅنګ، په یادو خونو کې پرېنټر، سکنر او نور اړوند اړین مواد او تجهیزات هم موجود دي.



درسي ټولګي

د کاردان پوهنتون درسي ټولګي په LCD سیستم، سپینو دړو، آرامو څوکیو، او د ګرمۍ او یخنۍ پر وسایلو سمبال دي. دغه ټولګي پر یوخت د شاوخوا ۵۰ تنو ځای لري.

img


img

د کنفرانسونو تالار

د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو تالار د سیمینارونو، ورکشاپونو او علمي غونډو د جوړېدو لپاره یو مناسب ځای دی، چې پر یو وخت پکې شاوخوا ۳۰۰ کسان ځایېدلی شي.



د لمانځه او مېرمنو د آرامتیا خونې

دغه خونې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتون په ټولو څانګو کې ځانګړې شوې دي. هغوی کولای شي په فارغ وخت او یا د لمانځه د اداء کولو لپاره یادو خونو ته ورشي او په پوره ډاډ خپل عبادت ترسره کړي.

img


img

د استادانو ځانګړې خونې

آیا غواړئ، چې له ټولګي بهر خپلو استادانو سره وګورئ او د خپلو درسونو په اړه له هغوی سره سلا مشوره وکړئ؟ آیا غواړئ، چې د راتلونکو آزموینو په اړه له هغوی وپوښتئ؟ موږ د لا ډېرو آسانتیاو په موخه د استادانو لپاره ځانګړې خونې په پام کې نیولي، چې په اسانۍ وکولای شي له محصلینو سره وګوري او په بېلابېلو برخو کې اړینه مرسته او همکاري ورسره وکړي.



رقابتي بورسیې

کاردان پوهنتون د خپلو موجودو او نویو شاملېدونکو محصلینو لپاره رقابتي بورسیې په پام کې نیولې دي. ترڅنګ یې محصلین کولای شي مالي مرستو ته هم لاسرسی ومومي. مونږ ژمن یو، چې ټولنې ته یو رهبر نسل وړاندې کړو!

img


img

ساحوي کارونه

مونږ پر دې باور یو، چې په عملي درسونو کې د محصلینو د ګډون لپاره ساحوي کارونه کولای شي رغنده رول ولوبوي. له همدې امله مونږ خپلو محصلینو ته د عملي او ساحوي کار آسانتیاوې برابروو.



نوښت لابراتوار

د کاردان پوهنتون د نوښت لابراتوار د کمپیوټر ساینس او سېول انجنیري څانګو محصلینو لپاره یو غوره فرصت دی، چې د هغه پر مټ محصلین کولای شي خپل تیوري درسونه په عملي ډول کار کړي، نوي څيزونه زده، له نوې ټکنالوژۍ سره بلد او د نورو لپاره الهام بښونکي واوسي. په دې لابراتوار کې موږ یو داسې چاپېریال رامنځته کړی، چې د محصلینو ټیمونه د هارډویر او سافټ ویر له خلاصو سرچینو او موجودې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو، وکولای شي نوښتګرانه وسایل او تولیدات جوړ کړي. له یوه ځیرک څراغ تر یوې بې پیلوټه الوتکې پورې محصلین کولای شي دلته خپل تصورات عملي کړي. د اړتیا وړ امکانات او تجهیزات د کاردان پوهنتون له لوري برابرېږي.

img


img

سیسکو لابراتوار

کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس محصلینو په ځانګړي ډول د هغو لپاره چې د شبکې اړوند موضوعات مطالعه کوي، د سیسکو مجهز لابراتوار رامنځته کړی دی. په دې لابراتوار کې محصلین کولای شي تیوري زده کړې په عملي ډول تمرین کړي. دغه راز، دا لابراتوار محصلین د سیسکو سرټیفیکټ ترلاسه کولو ته چې د نړیوال اعتبار درلودنکی او بېلابېلې حرفوي او تخصصي برخې لري؛ چمتو کوي.



د انجنیري آزمایښتي لابراتوار

د کاردان پوهنتون د انجنیري آزمایښتي لابرتوار پر وروستیو تجهیزاتو سمبال دی او د انجنیري محصلینو ته دا فرصت ورکوي، چې خپلې تیوري زده کړې په عملي ډول تمرین کړي. دا لابراتوار د انجنیري برخې عملي زده کړو ته ځانګړی شوی دی. د دې ترڅنګ، محصلینو ته دا فرصت ورکوي، چې خپلې نظریې سره یو ځای کړي او د دې تحصیلي رشتې موجودو ستونزو ته نوښتګرې لارې چارې ولټوي.

img


img

د انجنیري نمایش خونه

د انجنیري نمایش خونه هغه ځای دی، چې د دې برخې یو ډېر شمېر تجهیزات، د ساختماني موادو او موډلونو نمونې او د دې ترڅنګ د انجنیري څانګې د محصلینو د عملي کار نمونې پکې نندارې ته ایښودل شوې دي. دا له محصلینو سره مرسته کوي، چې له یادو تجهیزاتو او موډلونو سره په ښه ډول آشنا شي. دا د څېړنې او نوښت برخې ته د کاردان پوهنتون د ارزښت ورکولو ښکارندويي کوي.



د ژورنالېزم او عامه اړیکو سټډیو

د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو سټډیو د رسنیزې برخې پر وروستۍ ټکنالوژۍ سمباله او د عکاسۍ، ویډیو اخیستلو او نورو اړوندو رسنیزو برخو کې د دې څانګې د محصلینو د عملي کار لپاره یو مناسب ځای دی. د نشراتو له حرفوي تجهیزاتو څخه په ګټې اخیستو محصلین کولای شي په بېلابېلو پروګرامونو کې فعالانه ګډون ولري. دغه راز، هغوی کولای شي د عملي چارو د تمرین او د خبر لیکلو او ویلو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ترې ګټه واخلي.

img


img

سپورټ

کاردان پوهنتون ژمن دی، چې د خپلو محصلینو او کارکوونکو لپاره د سپورټ آسانتیاوې برابرې کړي. همدا اوس مونږ د فوټبال، والیبال او کرېکټ ټیمونه لرو، چې محصلین کولای شي په هغو کې د غړیتوب له اخیستلو سره په ملي او د پوهنتونونو ترمنځ سیالیو کې ګډون وکړي. مونږ ددغو آسانتیاوو له برابرولو سره هڅه کوو، چې هغوی په ښه ډول خپلو موخو ته ورسېږي.



د فراغت او محصلینو د راټولېدو غونډې

د فراغت غونډې د محصلینو لپاره یوه نه هېرېدونکې پېښه وي، کوم چې د خپلې کورنۍ، خپلوانو او استادانو ترڅنګ پکې د خپلو علمي لاسته راوړنو نمانځنه کوي. دغه غونډه د محصلینو د تحصیلي دورې په پای کې جوړېږي.

img