د تحصیلي بورسیو ډولونه

کاردان پوهنتون ستاسې استعداد، په بېلابېلو پروګرامونو کې فعال رول او لاسته راوړنې ستایي. مونږ له همدې امله یو ډېر شمېر بورسیې او تحصیلي لګښتونه د اړمنو محصلینو لپاره په پام کې نیولي دي. علمي لوړوالي او تحصیلي وړتیاو ته د ارزښت ورکولو او په رسمیت پېژندلو لپاره کاردان پوهنتون یو شمېر مالي مرستې او تحصیلي بورسیې پیل کړي دي.

له بورسیو او مالي مرستو موخه د محصلینو له منځه د هغو غوره او ځلېدونکو محصلینو مالي ملاتړ دی، چې پیاوړي علمي، هنري او د مشرتابه مهارتونه او وړتیاوې ولري.کاردان پوهنتون دغه راز پر دې باور دی، چې هېڅ څوک باید یوازې د مالي دلاېلو له امله له لوړو زده کړو بې برخې پاتې نشي.

د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې

د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې د لیسانس او ماسټري پروګرامونو هغو محصلینو ته ورکول کېږي، چې په تېر سمسټر کې تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړي وي او ډیسپلیني قواعدو ته ژمن پاتې شوې وي.

تحصیلي بورسیې د هر سمسټر (پسرلني او خزاني) په پیل کې محصلینو ته ورکول کېږي او د یوه سمسټر لپاره د اعتبار وړ دي، خو د محصل شراېطو ته په پام د غځېدو وړ دي.

هغه محصلین چې لاندني شراېط پوره کړي د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیو څخه برخمن کېدای شي:

  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۷۵٪ حاضري ولري
  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۴،۰۰ معادل ترلاسه کړي وي او ټولیز معادل یې باید ۳،۸ وي
  • هغو محصلینو ته چې په ټولنیزو فعالیتونو کې فعال ګډون ولري؛ لومړیتوب ورکول کېږي

ورزشي تحصیلي بورسیې او مالي مرستې

د محصلینو په جسمي او ذهني پیاوړتیا کې سپورټ تر ټولو مهمه ونډه لري. پر علمي لاسته راوړنو سربېره کاردان پوهنتون د سپورتي فعالیتونو ستاینه هم کوي او له نصاب بهر فعالیتونو لپاره یې یو ډېر شمېر تحصیلي بورسیې او مالي مرستې په پام کې نیولې دي. هغه محصلین، چې د پوهنتون په سپورتي ټولنو کې فعاله ونډه او بنسټیزې لاسته راوړنې ولري؛ کولای شي د یادو بورسیو د ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه ورکړي.

پر شراېطو د برابرېدو معیارونه:

  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۷۵٪ حاضري ولري
  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۴ GPA معادل ترلاسه کړي وي
  • په ټولنیزو فعالیتونو کې فعال ګډون درلودل
  • د کاردان پوهنتون په سپورتي ټولنو کې غړیتوب

په تحصیلي نصاب کې شامل او بهر فعالیتونو لپاره بورسیې

درسي فعالیتونه هغه دي، چې د تحصیلي نصاب شامل موضوعات په بر کې نیسي. د بېلګې په ډول: مناظره، ورځپاڼه او د کال کتاب د نصاب اړوند موضوعات دي او په ټولګي کې د محصل ګډون الزامي ګڼل کېږي. ددې ترڅنګ له نصاب بهر فعالیتونه د درسي پروګرام برخه نه وي، لکه: سپورت، په سپورتي کلبونو کې ګډون، د کلتوري ټولنو غړیتوب او په هنري ګروپونو کې کار کول او دې ته ورته نور له نصاب بهر فعالیتونه ګڼل کېږي.

هغو محصلینو ته چې په درسي فعالیتونو او یا له نصاب بهر فعالیتونو او یا هم په دواړو کې له ځانه ښه وړتیا وښیي په تحصیلي بورسیو او مالي مرستو کې ورته لومړیتوب ورکول کېږي. د یادیو بورسیو او تحصیلي لګښتونو ډول د وخت په تېرېدو تغییر موندلای شي.

پر شراېطو د برابرېدو معیارونه:

  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۷۵٪ حاضري ولري
  • غوښتونکي باید لږ تر لږه په تېر سمسټر کې ۴ GPA معادل ترلاسه کړي وي
  • په ټولنیزو فعالیتونو کې فعال ګډون درلودل
  • د کاردان پوهنتون په سپورتي ټولنو کې غړیتوب

د کاردان پوهنتون د برابرۍ بورسیې

د کاردان پوهنتون د برابرۍ تحصیلي بورسیې د ورسته پاتې او محرومو ټولنو د محصلینو لپاره په پام کې نیول شوې دي. دا د کاردان پوهنتون د هغې ژمنې ښکاروندويي کوي، چې د ټولنې د هر طبقې خلک کولای شي په دې پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي.

پر شراېطو د برابرېدو معیارونه:

  • د لوړ استعداد درلودل
  • د ټولنې له محرومې طبقې څخه وي

د کاردان پوهنتون د رییس د ځانګړې مالي مرستې طرحه

د کاردان پوهنتون د عمومي رییس مالي مرسته د کرونا ویروس د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو د را کمولو په موخه ځانګړې شوې ده. د کاردان پوهنتون د عمومي رییس ښاغلي رویین رحماني ټینګار پر دې دی، چې اقتصادي ستونزې باید د زده کړو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي او دا مرستې هم یادو موخو ته د رسېدو په موخه ځانګړې شوې دي. هغه شمېر محصلین چې د بېکارۍ او یا هم د کم درآمد له امله له مالي ستونزو سره مخ دي کولای شي دې مالي مرستې ته د ۲۰۲۰ کال د اپریل تر ۱۲ مې نېټې د زده کړو د مدیریت سیسټم پر مټ د خپلو اکونټونو له لارې غوښتنلیکونه ورکړي.

د دې مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره باید د لیسانس محصلینو لږ تر لږه ۱۵ کریډیټه او د ماسټري برخې محصلینو لږ تر لږه ۱۰ کریدیټه تکمیل کړي وي او ډیسپلیني سرغړونې ونلري.

د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو په تړاو د لا ډېرو مالوماتو لپاره د د کاردان پوهنتون وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ.