د مالي مرستو او تحصیلي بورسیو د ترلاسه کولو بهیر

کاردان پوهنتون ژمن دی، چې مالي وضعیت ته له کتو پرته د ټولنې د ټولو اړخونو لپاره د باکیفیته لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. د مالي مرستو د ترلاسه کولو پړاونه په لاندې ډول دي:

د غوښتنلیک لېږل

محصلین باید خپل غوښتنلیک او د اړتیا وړ ټول اسناد تر ټاکلې نېټې پورې اړوندو ډیپارټمنټونو ته وړاندې کړي.

د غوښتنلیک ارزونه

د مالي مرستو د غوښتونکو، غوښتنلیکونه د اړوندو ډیپارټمنټونو د رییسانو له لوري مطالعه او ارزول کېږي او د وروستي ټاکلو لپاره یاد غوښتنلیکونه د پوهنتون د علمي معاونیت دفتر ته لېږل کېږي.

وروستۍ ټاکنه او اطلاع‌رساني

د پوهنتون د علمي معاونیت دفتر د مالي مرستو د ترلاسه کوونکو وروستی لیست اعلانوي او د محصلینو د پورټال له لارې هغوی ته خبر ورکول کېږي.