د انګلیسي ژبې څانګه

د کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې څانګه ددې بنسټ یوه له خورا بریالیو برخو څخه ده، چې د انګلیسي ژبې بېلابېل پروګرامونه په لوړ کیفیت وړاندې کوي. کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره لنډمهالي او اوږدمهالي پروګرامونه طرحه کړي، چې له محصلینو سره د مهارتونو او وړتیاو په ترلاسه کولو کې بنسټیز رول لوبوي. دا پروګرام نه یوازې په کاري ساحه بلکې د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو کې هم د محصلینو لپاره خورا ګټور تمامېږي. د کاردان پوهنتون د انګلیسي ژبې څانګه د کورنیو او بهرنیو مسلکي استادانو او دغه راز له بېلابېلو ارګانونو څخه د بریالیو کسانو په مرسته او همکارۍ هڅه کوي، چې د محصلینو د لیکلو، لوستلو، اورېدلو او خبرې کولو مهارتونه وده او پیاوړتیا ومومي. ددې ترڅنګ، محصلین له هېواده بهر د تحصیلي بورسیو لپاره د چمتوالي او په انګلیسي ژبه کې د اړیکو د پیاوړتیا په مومخه په یادو پروګرامونو کې شاملېږي.