IELTS

د IELTS آزموینې د چمتوالي پروګرام درې میاشتنۍ لنډمهالې دوره ده، چې د انګلیسي ژبې زده‌کوونکي د آیلټس نړیوالې آزموینې لپاره چمتو کوي. د انګلیسي ژبې د ارزښت موندلو نړیوال سیسټم آیلټس د هغو کسانو لپاره طرحه شوی، چې په انګلیسي ژبو هېوادونو کې د لوړو زده‌کړو، کډوالۍ او کاري فرصتونو د موندلو په لټه کې دي.

کاردان پوهنتون کې د IELTS آزموینې د چمتوالي پروګرام د مجربو استادانو له لوري تدریسېږي او په پروان‌دو او تایمني دواړو څانګو کې مجهز اورېدني او لیدني ټولګي لري. محصلین د درې میاشتنۍ دورې په ترڅ کې په ازمایښتي آزموینو کې هم ګډون کوي.


د پذیرش شراېط

هغه کسان چې په کاردان پوهنتون کې د IELTS آزموینې د چمتوالي پروګرام د زده‌کړې مینه‌وال دي، باید پر لاندې شراېطو برابروي:
له ښوونځي فارغ وي
عمر یې ۱۸ کاله وي
او ټول غوښتونکي باید د سویې د تثبیت په هغه شفاهي آزموینه کې چې د انګلیسي ډیپارټمنټ له لوري اخیستل کېږي برخه واخلي.