TOEFL - iBT

دا درې میاشتنی پروګرام محصلین په انلاین ډول د ټافل آزموینې لپاره چمتو کوي. د ټافل آزموینه د ETS امریکايي بنسټ له لوري په آنلاین ډول اخیستل کېږي او د نړۍ په ۱۳۰ هېوادونو کې شاوخوا ۹ زرو نړیوالو تحصیلي بنسټونو ته د منلو وړ ده. په دې پروګرام کې ډیری د امریکايي لهجې پر بنسټ د انګلیسي ژبې پر قواعدو ټینګار کېږي. کاردان پوهنتون کې د ټافل چمتووالي ټولګي اورېدني او لیدني درسونه او ترڅنګ یې عملي کارونه لري.