مخینه

2019

کاردان پوهنتون د هېواد له پنځو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره یو ځای د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه د ملي اعتبار سند ترلاسه کړ. ملي اعتبار ورکول هغه بهیر دی، چې په ترڅ کې یې پوهنتونونه د غوره خدمتونو، لیدلوري او ماموریت له اړخه ارزول کېږي. دغه راز، د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلی قیس محمدي تحصیلي بنسټونو ته د علمي اعتبار ورکولو شورا ACBSP له لوري د سویلي آسیا په کچه د غوره استاد په توګه وټاکل شو.

2018

کاردان پوهنتون د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت څخه د خپل اکاډمیک اعتبار او د تر ټولو لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د هېواد په کچه تر ټولو غوره پوهنتون وپېژندل شو. کاردان دغه راز د افغانستان یوازینی پوهنتون دی، چې د آسیا – پاسفیک د کیفیت د تضمین شبکې (APQN) بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړی دی. ددې ترڅنګ، په همدې کال د سوداګرۍ د پرمختللیو تحصیلي بنسټونو د ټولنې (AACSB)، د سوداګرۍ د تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو د اعتبار ورکولو شورا (ACBSP) او د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو شورا (CHEA) له لوري د کاردان پوهنتون د علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو نوماندي منل شوې ده.

2017

له یوې ستونزمنې پروسې وروسته، کاردان پوهنتون په افغانستان کې لومړنی تحصیلي بنسټ شو، چې د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو د نړیوالې شبکې (GBSN) د غړي په توګه ومنل شو. کاردان پوهنتون په ترتیب سره په نړیوالو اړیکو او ژورنالېزم کې د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو امتیاز هم وموند. د پسرلي او مني سمسټرونو د کانکور آزموینې له بریالي ترسره کېدو وروسته سلګونو نویو زده کوونکو په نړیوالو اړیکو کې د ماسټرۍ او ژورنالېزم ترڅنګ د ماسټرۍ، لیسانس او دیپلوم په نورو ګڼو پروګرامونو کې نوم لیکنه وکړه. د سټراټیژیک لید د یوې برخې په توګه، کاردان پوهنتون د خپلو استادانو د فکري ظرفیت لوړونې په موخه د پوهنځیو د پراختیا مرکز بنسټ هم کېښود.

2016

کاردان پوهنتون له محصلینو سره په تحصیلي سفرونو او د دوی د مسلکي ژوند په بېلابېلو برخو کې د مرستې لپاره یو متحد فلټ فورم معرفي کړ. د محصلینو د بریا مرکز چې په محلي پوهنتونونو کې د خپل ډول لومړنی هغه دی، د مسلکي پرمختګ، علمي لیکنو، د پېښو مدیریت، بورسیو او مالي مرستو، جنډر او له فارغو التحصیلانو سره د اړیکو په برخه کې اړین خدمتونه وړاندې کوي.

2015

کاردان پوهنتون د سلا مشورې په یو لوی کنفرانس کې د ګڼ شمېر پوهانو، د پوهنتون د مشرتابه، استادانو او د محصلینو د استازو کوربه و، چې د جوړېدو بنسټیزه موخه یې د پوهنتون د تحصیلي نصاب اصلاح او بیا کتنه وه.

2014

کاردان پوهنتون په سوداګرۍ او نړیوالو اړیکو کې د ماسټَرۍ په کچه پروګرامونه پیل کړل. له دې سره د محصلینو نوم‌لیکنه شاوخوا ۵۰۰۰ تنو ته ورسېده. په همدې کال کاردان پوهنتون د خپل ستراتیژیک هدف په اډانه کې د پوهنځیو د پراختیا مرکز هم رامنځ ته کړ.

2013

کاردان پوهنتون په دویم ځل د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو مشرتابه ته وټاکل شو. دې پوهنتون د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې د یوه پیاوړي پوهنتون په توګه مهمې لاسته راوړنې درلودې او د لوړو زده کړو وزارت له ارزونو وروسته د یوه خصوصي پوهنتون په توګه وپېژندل شو.

2012

کاردان پوهنتون د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د لومړنۍ ټولنې مشري پر غاړه واخیسته او وروسته د شاوخوا ۴۰ غړیو ملي خصوصي انستیتوتونو مشرتابه ته هم وټاکل شو.

2011

کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت برخه کې د اعتبار ورکولو د نړیوالې ټولنې (IACBE) د غړیتوب له ترلاسه کولو سره خپل اکاډمیک اعتبار لوړ کړ او په دې ترتیب د افغانستان لومړنی خصوصي پوهنتون شو، چې دا مهم ویاړ ترلاسه کوي. ددې اعتبار له ترلاسه کولو سره د محصلینو د نوم لیکنې شمېر تر ۶ زرو واوښت.

2009

په حقوقو او سیاسي علومو کې د لیسانس پروګرام پیل شو. په همدې کال کاردان پوهنتون د ادارې او تجارت څانګې د محصلینو لومړنی دور فراغت ونمانځه. دغه راز د کاردان عالي ښوونځي د لومړنیو او ثانوي زده کړو په برخه کې هم فعالیت پیل کړ.

2006

کاردان د لومړنۍ خصوصي موسسې په توګه په رسمي ډول د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او تاریخ یې جوړ کړ. د ادارې او تجارت څانګې لیسانس پروګرام د ۱۳۰ تنو محصلینو په ګډون هم په همدې کال کې پیل شو.

2004

کاردان خپل اکاډمیک پروګرامونه د دیپلوم کچې ته لوړ کړل. په همدې مهال د زده کوونکو شمېر شاوخوا ۶۰۰ تنو ته، چې ۲۰ سلنه یې ښځینه وې، رسېده.

2002

د کاردان انستیتیوت له ۱۲ زده کوونکو سره د کابل د مکروریانو په یوه کرايي ځای کې تاسیس شو. د انستیتیوت بنسټیزه موخه د سرټیفیکیټ په کچه د لنډ مهالو پروګرامونو برابرول؛ ول.