زموږ خدمتونه

کاردان دلته دی، څو له تاسو سره د کاري او شخصي بریالیتوبونو په برخه کې مرسته وکړي.

کاري – تحصیلي پروګرام

د کاري – تحصیلي پروګرام موخه دا ده، چې محصلینو ته پر شخصي او اداري تخصص او پوهې سربېره د علمي مهارتونو د ودې او پیاوړتیا آسانتیاوې هم برابرې شي. دا پروګرام د کاردان پوهنتون دننه هغو محصلینو ته، چې له مالي ستونزو سره مخ دي؛ د نیمې ورځې کار زمینه برابروي. پر شراېطو برابر محصلین باید په یوه اونۍ کې له ۲۴ تر ۳۶ ساعته د اداري کار زده کوونکي یا علمي کار زده کوونکي په توګه په اداره کې دنده ترسره کړي.

څنګه نوم لیکنه وکړو؟

محصلین باید پر دې وپوهېږي، چې د دې پروګرام شراېط بشپړولای شي. هیله ده، د کاري-تحصیلي پروګرام غوښتنلیک ډانلوډ او د کارموندنې خدمتونو دفتر ته یې وسپارئ.

کار زده کړه / کاري فرصتونه

د تحصیلي بهیر په ترڅ کې کار زده کړه له شک پرته چې مهمې ګټې لري. علمي مطالعاتو ته لاسرسی او له فراغت وړاندې د کاري موخو او باارزښته تجربو د ترلاسه کولو روزنیز فرصتونه، چې د هر سازمان لپاره خورا کلیدي عناصر ګڼل کېږي، د کار زده کړې مهمې ګټې بلل کېدای شي. په ټوله کې کار زده کړه بې کاري تجربې محصلینو ته د کاري ساحې د ننوتلو لار پرانېزي. دا هغه خای دی، چې محصلین په خپله حرفوي څانګه کې پر کار پیل کوي.

ګټې

د یوه بالقوه او ښه کارکوونکي په توګه کارزده کړه نورې مهمې ګټې هم لري، چې په لاندې ډول دي:

  • لومړنۍ تجربه، چې تاسې یې په لټه کې یئ
  • تاسې کولای شئ خپل راتلونکی کارفرما پیدا کړئ
  • ستاسو د پوهې او مهارتونو پیاوړتیا
  • ستاسو د CV پیاوړتیا
  • ستاسو د حرفوي اړیکو شبکې پراختیا
  • کیدای شي ستاسو لپاره یوه عملي تجربه اوسي

د غوښتنلیک ورکولو څرنګوالی

محصلین د ۲،۰ او له هغه ډیر GPA او ۶۰ سلنه حاضرۍ په درلودلو سره کولای شي کارزده کړې پروګرام ته غوښتنلیک ورکړي. هیله ده، د کارزده کړې غوښتنلیک له دې ځایه کښته ډانلوډ کړئ او د کارموندنې خدمتونو دفتر ته یې ولېږئ.