کور / د محصلینو د بریا مرکز / د کارموندنې خدمتونه

د کارموندنې خدمتونه

د کاردان پوهنتون د کارموندنې دفتر د خپلو ځانګړو پروګرامونو او خدمتونو له لارې او د روزنیزو ورکشاپونو او پرمختیايي پروګرامونو د جوړېدو پرمټ له محصلینو او فارغانو سره مرسته کوي، چې خپلو کاري موخو ته په ښه ډول ورسېږي. کاردان پوهنتون شخصي او کاري بریالیتوبونو ته په رسېدو کې له تاسو سره مرسته او همکاري کوي.

ددې برخې مسلکي کارکوونکي د هغو فارغانو لپاره، چې غواړي عملاً کاري ساحې ته داخل شي او دا چې څنګه خالي بستونو پیدا او د هغو مطابق CV جوړه او کاري مرکه وکړي؛ روزنیزې آسانتیاوې برابروي. دغه روزنیزې آسانتیاوې د کاردان پوهنتون له فارغانو سره مرسته کوي، چې په لنډ ممکن وخت کې د دندې څښتن شي.

موږ خپلو محصلینو او فارغانو ته د لاندنیو خدمتونو ژمنتیا لرو:

  • د روزنیزو پروګرامونو د جوړېدو او کاري فرصتونو د رامنځ کېدو له لارې له محصلینو او فارغانو سره د اړیکو ټینګول
  • محصلینو او فارغانو ته په کاري او کار زده کړو پروګرامونو، ظرفیت لوړونې او ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون آسانتیاو برابرول
  • د اړوند مسلک، لیکنیو مهارتونو د پیاوړتیا، د سمینارونو د جوړولو او نورو اړوندو برخو په اړه سلا مشورې

هیله ده، د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو له دفتر سره اړیکه ونیسئ او له نویو پروګرامونو او فرصتونو څخه ځان خبر کړئ.

محمد امین حکیمی

د کارموندنې د خدمتونو مسول

careers@kardan.edu.af


د مالوماتي پاڼې ډانلوډ



خبرونه


درخشش پوهنتون کاردان در رده بندی پوهنتون های تاثیر گزار دنیا


پوهنتون کاردان افتخار دارد که از سوی نهاد تحصیلات عالی تایمز به عنوان نخستین پوهنتون از افغانستان در ردیف 600 پوهنتون تاثیر گزار دنیا قرار گرفت...

هیئت عالی رتبه وزارت تحصیلات عالی از امکانات و سهولت های پوهنتون کاردان در بخش تکنالوژی معلوماتی بازدید نمود

هیئت عالی رتبه وزارت محترم تحصیلات عالی که شامل داکتر عمر خاوری مشاور امور اکادمیک وزارت تحصیلات عالی، شکریه جمال رییس تکنالوژی معلوماتی و شماری از اس...

از چهل بهترین زیر سن چهل 2019 پوهنتون کاردان تقدیر شدند

پوهنتون کاردان طی یک مراسم با شکوه از برنده گان برنامه رقابتی چهل بهترین زیر سن چهل 2019 تقدیر نمود. در این مراسم آقای روئین رحمانی، بنیانگذار و رییس ...