د محصلینو چارو معاونیت

د محصلینو چارو معاونیت د کاردان پوهنتون له مهمو او کلیدي برخو څخه ګڼل کېږي، چې د محصلینو او فارغانو اړوند د یوې لویې برخې مسوولیت پر غاړه لري. د فراغت جشنونو لپاره پلان جوړونه، د فارغانو د اسنادو برابرول او طی مراحل، د برحالۍ او فراغت تصدیق پاڼو ورکول، د اساس کتابونو برابرول، د لیسانس پروګرامونو د آزموینو د شقو او حاضرۍ تنظیم او مدیریت او له لوړو زده کړو وزارت سره د اړیکو او ارتباطاتو ټینګول ددې برخې له مهمو فعالیتونه څخه دي. د محصلینو چارو معاونیت درې څانګې لري، چې هره یوه یې د مشخصې لایحې درلودنکې او جلا خدمتونه وړاندې کوي.