د ارزونې او اکاډمیکو سوانحو د تصدیق څانګه

د ارزونې او اکاډمیکو سوانحو د تصدیق څانګه د محصلینو چارو معاونیت یوه بله خورا مهمه برخه ده، چې لاندې چارې ترسره کوي:

  • د محصلینو او فارغانو د اسنادو د تاییدي په اړه هغو ایمیلونو ته، چې ډیری له بهرنیو پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو راځي؛ ځواب ورکول
  • د محصلینو او فارغانو د اکاډمیکو سوانحو (د آزموینې پارچه، شفه او حاضري) ارزول
  • د سمستر د منځنیو او پای آزموینو د پارچو، حاضرۍ او د نمرو د شقو راټولول
  • د هر سمستر او فراغت کتابونو برابرول
  • د آزموینو د پارچو، شقو او حاضرۍ ساتنه