د آرشیف څانګه

د آرشیف څانګه د محصلینو چارو معاونیت یوه مهمه او کلیدي برخه ده، چې لاندني فعالیتونه ترسره کوي:

  • د لیسانس او یو کلنو پروګرامونو د فارغانو د سوانحو ساتنه، چې د کانکور آزموینې پارچې، شهادت نامې، تذکرې، عکس او نور لازم اسناد پکې شاملېږي
  • د پوهنتون دننه او لوړو زده کړو وزارت کې د محصلانو د اسنادو طی مراحل کول، چې لاندې پړاونه پکې راځي:
    • د مالي حسابونو تصفیه کول
    • د اړتیا پرمهال د سوانحو اصلاح کول، چې په هغه کې نوم، د پلار نوم، تخلص، د تذکرې شمېره، د تلفون شمېره او ایمیل آدرس شاملېږي
    • د دیپلوم او اسنادو لپاره د غوښتنلیکونو بشپړول
    • د اسنادو پرنټ او په لوړو زده کړو وزارت کې د طی مراحلو پرمخ وړل
  • د اساس کتابونو برابرول او دغه راز د فراغت کتابونو په برابرولو او په لوړو زده کړو وزارت کې د طی مراحلو پرمخ وړل
  • د محصلینو د سوانحو ارزونه او دشته ستونزو لرې کول