کاردان پوهنتون د خپلو برحالو او نویو شاملېدونکو محصلینو لپاره د بورسیو او مالي مرستو خدمتونه په پام کې نیولي دي. هغه کسان چې علمي غوره والی او ورزشي او علمي لاسته راوړنې ولري او په ټولنه کې فعال واوسې او هغوی چې د پوهنتون د نظم او ډیسپلین قواعدو ته ژمن وي، کولای شي د بورسیو او مالي مرستو شراېطو ته په پام له هغو ګټه واخلي. د تحصیلي بورسیو او مالي مرستو موخه باکیفیته او مسلکي لوړو زده کړو ته د بااستعدادو محصلینو لاسرسی دی.
تحصیلي بورسیې د هر سمسټر په پیل کې د اړوندې کمېټې له لوري تعیین او پلې کېږي او د یوه سمسټر لپاره د اعتبار وړ دي.