د کاردان پوهنتون له لوري نویو محصلینو ته د ۷۰۰ تحصیلي بورسیو ورکړه


کاردان پوهنتون ویاړي، چې اوسنیو اقتصادي شراېطو ته په پام یې هغو غوښتونکو ته چې دولتي کانکور آزموینه یې ترسره کړې او د لوړو زده کړو وزارت له لوري خصوصي پوهنتونونو ته معرفي شوي، ۷۰۰ تحصیلي بورسیې په نظر کې نیولي، چې د ټولې تحصیلي دورې له‌پاره ۳۰ سلنه، ۵۰ سلنه او ۷۰ سلنه مالي مرستې په برکې نیسي. دا مالي مرستې په ټولیز ډول ۱۴۷ میلیونه افغانۍ کېږي، چې پر شراېطو برابر کسان کولای شي په کاردان پوهنتون کې تر داخلې اخیستلو وروسته ترې برخمن شي. د دې ترڅنګ، کاردان پوهنتون پنځو تنو محصلینو ته د هغوی اړتیاوو ته په پام بشپړه بورسیه چې د ټولې تحصیلي دورې لهپاره به د اعتبار وړ وي، هم ډالۍ کوي.

پر شراېطو برابر غوښتونکي په کاردان پوهنتون کې تر داخلې اخیستلو وروسته کولای شي په پروان دو څانګه کې زموږ د بورسیو او مالي مرستو دفتر ته مراجعه او اړوند فورم ډک کړي. موظفه او باصلاحیته کمېټه د محصلینو له لوري ډک شوي ټول غوښتنلیکونه څېړي او د هغوی په تړاو پرېکړه کوي، چې څو سلنه مالي مرستې ورته په پام کې ونیسي. هغو کسانو ته چې په دولتي کانکور آزموینه کې ګډون نه دی کړی، خو د کاردان پوهنتون کانکور آزموینه یې ترسره کړې او یا هم غواړي د دې پوهنتون په متفرقه کانکور آزموینه کې برخه واخلي، هم ځانګړې مالي مرستې په پام کې نیول شوې دي. دا مالي مرستې د محصلینو اړتیاوو او د ۱۴۰۰ کال خزاني سمټر لپاره د کاردان پوهنتون بودیجې ته په پام ورکول کېږي.

د دې ترڅنګ، محصلین کولای شي په کاردان پوهنتون کې د لوړو زده کړو له پیل وروسته خپلو وړتیاوو ته په پام له بېلابېلو نورو تحصیلي بورسیو هم برخمن شي. که په کاردان پوهنتون کې د لیسانس پروګرامونو په برخه کې د لوړو زده کړو مینه وال یاست او غواړئ له دې کم‌ساري تحصیلي فرصت څخه ګټه واخلئ؛ نو همدا اوس زموږ د تایمني څانګې ته مراجعه او یا هم د دې لینک kardan.edu.af/apply له لارې په آنلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.

د لا ډېرو مالوماتو لهپاره له دې شمېرو ۰۷۷۷۵۲۸۳۸۳ او یا هم ۰۷۹۹۵۲۸۳۸۳ سره په اړیکه کې شئ. دغه راز کولای شئ د ۰۷۸۸۵۳۸۳۸۳ واټساپ شمېرې له لارې هم موږ ته پیغام پرېږدئ.