آریانا افغان هوايي شرکت ته د محصلینو علمي سیر

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې د آریانا افغان هوايي شرکت فعالیتونه او خدمتونه له نژدې وکتل. په دې لیدنه کې، چې د اپریل میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره شوه، د اقتصاد پوهنځي شاوخوا ۶۰ تنو محصلینو پکې برخه لرله او د یاد شرکت د بېلابېلو برخو په اړه یې اړین مالومات ترلاسه کړل.

علمي سیر د عملي تدریس یو له مهمو اړخونو څخه ګڼل کېږي، چې په ترڅ کې یې محصلین کولای شي په عملي ډول د بېلابېلو موسسو او بنسټونو چارې او فعالیتونه له نژدې وارزوي. محصلین دغه راز په دې اړه لازم پوهاوی مومي، چې څنګه د اقتصاد او مدیریت تیوري ګانې په عمل کې پلي کېږي.

دغه علمي سیر چې د یاد پوهنځي د څلورو تنو استادانو فواد عاصم، مریم شاکر، ادریس جبارخېل او نجیب الله نیازي په مشرۍ ترسره شو، د آریانا افغان هوايي شرکت له مالي، تدارکاتي، بودیجې جوړونې، د پروازونو د مدیریت او نورو اړوندو برخو په اړه له محصلینو سره مهم مالومات شریک او هغوی پر دې وپوهېدل، چې د یادو برخو فعالیتونه څنګه په عملي ډول ترسره کېږي.

محصلینو د علمي سیر په پای کې هغه د عملي زده کړې په برخه کې خورا ګټور وارزاوه او هیله یې وښوده، چې دا به په بېلابېلو عملي او کاري برخو کې ورسره لازمه مرسته او همکاري وکړي. کاردان پوهنتون ژمن دی، چې خپلو محصلینو ته د تیوري ترڅنګ د عملي زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي. دې پوهنتون په همدې موخه له ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره دوه اړخیزې هوکړې هم لاسلیک کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د کاردان پوهنتون د ژورنالېزم او اړیکو ډیپارټمنټ نژدې ۴۰ تنو محصلینو د یو علمي سیر په ترڅ کې د افغانستان د ژورنالیستانو له ملي اتحادیې څخه لیدنه کړې وه او د یادې اتحادیې د فعالیتونو او نورو اړوندو بېلابېلو مسایلو په تړاو یې مالومات ترلاسه کړي وو.