کاردان پوهنتون د ۱۴۰۲ کال خزاني سمسټر غوره محصلین وستایل

نن شنبه، د ۱۴۰۲ لمریز کال، د وري میاشتې ۱۱ نېټه کاردان پوهنتون هغه محصلین چې د ۱۴۰۲ کال خزاني سمسټر کې یې زیار ایستی و او لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د دې پوهنتون علمي معاون، د ډیپارټمنټونو آمرانو، استادانو او محصلینو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.
دغه پروګرام چې د کاردان پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو ۱۸ تنو محصلینو ته پکې د غوره محصل جایزې ورکړل شوې. د دغو محصلینو له جملې ۱۲ تنه د لیسانس او ۱ د اداره تجارت ماسټرۍ پروګرام اړوند و. یادې بورسیې، چې د یو سمسټر د ټول فیس له جملې ۳۰ سلنه تخفیف دی، هغه محصلینو ته ورکول کیږي چې د سمسټر په لړ کې یې تر ټولو د لوړو نمرو اوسط (4GPA) پوره کړی وي.
د پروګرام لړ کې، د کاردان پوهنتون علمي معاون، خواجه جمشید صدیقي د دغو محصلینو د هڅو او زیار ستایلو ترڅنګ هغوی ته د نظري زده‌کړو ترڅنګ، په عملي ډول کارکولو او علمي ډګر کې په نوښت راوړلو باندې ټینګار وکړ.
دغه‌راز هغه وویل: «د خوښۍ ځای دی چې کاردان پوهنتون د افغانستان د تر ټولو معتبر پوهنتون په توګه د ۱۴۰۲ کال د خزاني سمسټر له پیل څخه تر پایه د محصلینو علمي او عملي ظرفیت لوړولو په موخه ۱۶۰ له نصابه بهر سیمنیارونه جوړ کړي دي. هغه زیاته کړه: کاردان پوهنتون په هېواد کې د لومړي او تر ټولو معتبر تحصیلي بنسټ په توګه علمي ارزښتونو ته درناوی او د دې ارزښتونو ساتلو ته بشپړه ژمنتیا لري.»
سید ظهور هاشمي چې د کاردان پوهنتون د ادارې تجارت پروګرام د پنځم سمسټر یو له غوره محصلینو او د دې بورسیې ګټوونکی دی وایي: «دا لومړی ځل دی چې زه یاده جایزه اخلم او په اخیستلو یې ویاړم او له کاردان پوهنتون او خپلو استادانو څخه مننه کوم. خپلو ټولګي‌والو ملګرو ته باید ووایم چې په یاد ولرئ؛ زیار او کوښښ تل ښه پایله لري، او په هر کار کې چې تاسو یې ترسره کوئ د غوره والي له‌پاره هڅه وکړئ!»

کاردان پوهنتون ویاړي چې د هر سمسټر پای کې د بااستعداده او وړ محصلینو له‌پاره دا ډول پروګرامونه جوړوي، تر څو د استعدادونو د ودې او لاغوړېدو فرصت یې نورهم برابر شي.