د کاردان پوهنتون او رویداد خبري اژانس تر منځ د همکارۍ هوکړه لاسلیک شوه

کاردان پوهنتون د شنبې ورځ، د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي میاشتې ۲۴ نېټه؛ د رویداد خبري اژانس سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې همکارۍ تړون د لاندې اهدافو له‌پاره لاسلیک شو:
۱- د هېواد په علمي بنسټونو کې لوړو زده کړو ته د ځوانانو تشویق او انګېزه ورکول، د محصلینو لاسته راوړنو او د استادانو اکاډمیکو فعالیتونو ته انعکاس ورکول او د نخبه محصلینو او استادانو د تحصیلي لاسته راوړنو، نوښتونو او ابتکاراتو مستند کول او خپرول.
۲- د ټولنیزې او فرهنګي پراختیا په موخه د ګډو همکاریو ترسره کول؛ د تخصصي پوهې کچې لوړول او د ټولنې د انساني قوت د مهارتونو لوړولو له‌پاره له علمي، تخصصي او تجربي وړتیاوو څخه ګټه پورته کول.
د کاردان پوهنتون مشرتابه پلاوي او د رویداد خبري اژانس د دغې هوکړې لاسلیکول د ټولنیزې او فرهنګي ودې په برخه کې د ګډې همکارۍ او د تخصصي پوهې د مهارتونو د لوړولو په موخه ګټور وبلل. دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې دغه همکاري به د علمي او ټولنیز پرمختګ له‌پاره مثبتې پایلې ولري.