کاردان پوهنتون د کابل له ښاروالۍ سره په ګډه، د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې، د "سالم چاپېریال، سالمه ټولنه" تر سرلیک لاندې د چاپېریال ساتنې کمپاین ترسره کړ.
په دې پروګرام کې لسګونه استادانو، محصلینو او د تنظیف ریاست کارکوونکو ګډون کړی و.
د دې کمپاین موخه، د چاپېریال ساتنې پهاړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړول، د پاکوالي فرهنګ ته وده ورکول او د ځوانانو ټولنیز مسؤولیت پېژندل و.
پروګرام، د کاردان پوهنتون او د تنظیف ریاست د استازو په ویناوو پیل شو، چې په ترڅ کې یې دواړو لوریو د کمپاین ارزښت او موخې بیان کړې. له ابلاغیه وینا وروسته، ګډونوالو د کابل ښار د څلورمې ناحیې بېلابېلې سیمې پاکې کړې. د کابل ښاروالي مسؤلینو د کاردان پوهنتون له همکارۍ مننه وکړه او دا یې د تحصیلي او دولتي بنسټونو ترمنځ د بریالۍ همغږۍ غوره بېلګه وبلله؛ چې موخه یې د پلازمېنې د چاپېریال وضعیت ښهوالي ته پاملرنه او عملي ګام اخیستل دي.
دغهراز، د کاردان پوهنتون استازو ټینګار وکړ چې دا کمپاین د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عامه پوهاوي او عملي اقداماتو د لړۍ لومړی ګام نه دی او وروستی به هم نه وي او پوهنتون به په دوامداره توګه دا ډول هڅو ته دوام ورکوي.
د کاردان پوهنتون د ژورنالیزم ډیپارټمنټ استاد، سرور هاشمي، چې د دې کمپاین د تنظیم کمېټې غړی و، وویل: "د چاپېریال د پاکوالي دا نوښت یو الهامبښونکی ګام دی، چې د خلکو عامه پوهاوی لوړوي او هغوی هڅوي چې د خپل چاپېریال ساتنې ته بشپړه پاملرنه وکړي." نوموړي زیاته کړه: "دا ډول پروګرامونه یوازې د کثافاتو ټولول نه، بلکې د چاپېریال پاک ساتنې ته د خلکو پام راګرځول دي." هغه همداراز وویل: "دا ډول کمپاینونه خلکو ته مثبته انګېزه ورکوي، عام وګړي هڅوي او په ټولنه کې د پاکوالي فرهنګ پیاوړی کوي."
د پروګرام په پای کې، د کاردان پوهنتون د رضاکار ټیم غړي محمد ادریس محمدي، وویل: "په دې کمپاین کې د پوهنتون د استادانو، محصلینو او کارکوونکو فعاله ونډه، د ښاري ژوند د ګډ مشارکت او ټولنیز یووالي یوه غوره بېلګه ده. د دې کمپاین لهلارې موږ د چاپېریال وضعیت ته د رسیدګۍ ترڅنګ د ښاري ژوند اساسي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړه.
کاردان پوهنتون، په هېواد کې د ممتاز تحصیلي بنسټ په توګه، تل هڅه کوي چې د چاپېریال ساتنې فرهنګ ته وده ورکړي او د خپل ټولنیز رسالت په ترسره کولو کې مخکښ پاتې شي.