د فقر په کمولو او اقتصادي وده کې د ګرځندوی د رول څیړنه

د کاردان پوهنتون د څېړنو او پراختیا ریاست د دغه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د روان لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۰ نېټه؛ د ډاکټر پيرزاده طفيل احمد په لارښوونه څېړنیز سمینار جوړ کړ. په دې سیمینار کې ډاکټر محمد اصف شاه خپله څېړنیزه مقاله چې سرلیک یې"د بې وزلۍ په کمولو او اقتصادي وده کې د ګرځندوی د رول ارزونه" وه، وړاندې کړه. په دې پریزنټیشن کې د بې وزلۍ په له منځه وړلو او اقتصادي پراختیا کې د ګرځندوی پر کلیدي رول ټینګار وشو.

ډاکټر محمد آصف شاه، د خپلو څیړنو پایلې او اغیزې په تفصیل سره بیان کړې او د بیوزلۍ په کمولو او اقتصادي پرمختګ کې یې د ګرځندوی پر مهم رول ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه؛ چې په وروستیو لسیزو کې د ګرځندوی د پام وړ وده کړې او د ځینو نړۍوالو بنسټونو، لکه؛ ملګرو ملتونو او په ټوله نړۍ کې د ملي حکومتونو لخوا پیژندل شوې پدیده ده. همدارنګه، ډاکټر آصف شاه په نړۍواله کچه د ګرځندوی په صنعت کې د راتلونکې پراختیا له‌پاره د پام وړ ظرفیت درلودو په‌اړه خبرې وکړې او په دې اساس یې د یاد صنعت اعتبار او اټکل شوي تاثیرات تقویت کړل.

په دې سيمينار کې، د اقتصاد وزارت تخنيکي معین ښاغلي عبدالطيف نظري د اطلاعاتو او کلتور وزارت له پلاوي سره، د کاردان پوهنتون د پوهنځيو استادانو او محصلينو هم ګډون درلود.

ډاکټر عبداللطیف نظري د دغې مهمې غونډې په جوړولو سره له کاردان پوهنتون څخه مننه وکړه. او د افغانستان د ودې او پرمختګ له‌پاره یې دا ډول غونډې جوړول حیاتي وبلل او په دې برخه کې یې د باکیفیته لوړو زده کړو بنسټیز کولو ته اشاره وکړه.

د کاردان پوهنتون علمي معاون خواجه جمشید صدیقي، د دغه سیمینار د جوړیدو د موخې په څرګندولو سره؛ د افغانستان د پرمختګ له‌پاره د ګرځندوی پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي دغه راز د څېړنې او پراختيا ډیپارټمنټ (DRD) اوسني فعاليتونو ته په اشارې د ياد ډیپارټمنټ هڅې وستایلې او د راتلونکو پروګرامونو په‌اړه يې هم معلومات ورکړل.

سیمینار په پوښتنو او ځوابونو پای ته ورسیده او ډاکټر آصف شاه د یو شمیر مهمو پوښتنو ځوابونه ورکړل. د بې وزلۍ د کمولو د ستراتیژۍ په توګه د سیاحت اړوند احتمالي ننګونې، د سیاحت په وده کې د حکومت رول او د سیاحت اوږدمهاله پایښت د مهمو پوښتنو په توګه یادې شوې.

غونډه د کاردان پوهنتون د علمي هیئت مهم غړي ډاکټر کلیم الله خان په وینا او ستاینه پای ته ورسیده.