په کاردان پوهنتون کې د وینې ورکولو کمپاین ترسره شو

کاردان پوهنتون ویاړي چې د خپلو علمي فعالیتونو تر څنګ په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخیستل هم د خپل رسالت یوه برخه ګڼي. د همدې ونډې اخیستنې په دوام، کاردان پوهنتون د چهارشنبې په ورځ، د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې ۲۳ نېټه، د وینې ورکولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د وینې ورکولو کمپاین ترسره کړ.

په دې کمپاین کې د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر احمد خالد حاتم، علمي مرستیال خواجه جمشید صدیقي، د دغه پوهنتون اجراییه رییس فیصل هاشمي، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو برخه اخیستې وه.

کاردان پوهنتون هر کال د وینې له مرکزي بانک سره په همغږۍ د وینې ورکولو کمپاین ترسره کوي، چې په پایله کې زرګونه سی سی وینه راټولېږي او اړمنو ته ورکول کېږي. له نېکه مرغه، دا ځل هم د ګډونوالو په لېوالتیا سره شاوخوا ۲۵ زره سی سی وینه راټوله شوه.

د دې کمپاین موخه، د وینې د اړمنو کسانو ملاتړ او د وینې ورکولو فرهنګ دودول دي. په ورته وخت کې، د کمپاین ګډونوال د کاردان پوهنتون د دې اقدام د ستاینې او ملاتړ ترڅنګ د وینې ورکولو له لارې د خوښۍ او خواخوږۍ احساس کوي.

شعیب شجاع، چې د کاردان پوهنتون د شمولیت او اړیکو د دفتر کارکوونکی او په دې کمپاین کې ګډونوال دی داسې وايي: «زه ډېر خوښ یم چې په دې کمپاین کې مې ګډون وکړ. زه احساس کوم چې ما له ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده، ځکه پوهېږم چې ډېر ناروغان او زموږ هېوادوال د وینې د کمښت له امله مري. زه په دې کمپاین کې ګډون د خپلو ناروغو هېوادوالو د ملاتړ له‌پاره یو ښه فرصت ګڼم.»

ورته مهال، د کاردان پوهنتون د حقوقو پوهنځي د اووم سمسټر محصل، عمر خانزاده، چې د وینې ورکوونکو څخه دی، وویل: «ما په ننني کمپاین کې د دې لپاره ګډون وکړ چې له ناروغانو او هغو کسانو سره مرسته وکړم چې وینې ته عاجله اړتیا لري. د وینې ورکړه کولای شي د خلکو ژوند وژغوري او دوي بېرته خپل اصلي روغتیايي حالت ته راوګرځي، هغه همدارنګه زیاته کړه: «د کاردان پوهنتون د وینې ورکولو په کمپاین کې زما د ګډون احساس د رضایت، ویاړ او مسؤلیت احساس دی. کله چې ما خپله وینه ورکړه، ما داسې احساس وکړ چې زه خپلې ټولنې سره یو ډول مرسته کوم او دا یو ډېر ښه احساس و.»

له بلې خوا، د افغانستان د وینې د ملي بانک د وینې ورکولو د څانګې مدیر له کاردان پوهنتون څخه په مننې، زیاته کړه: «کاردان پوهنتون په هېواد کې یوه معتبره علمي او تحصیلي اداره ده چې په تېرو څو کلونو کې یې د وینې د ملي بانک د پیاوړي بازو او همکار په صفت فعالیت کړی دی. هغه دغه راز وویل: یاد پوهنتون په تېرو کلونو کې د وینې د ورکړې د کمپاینونو په ترسره کولو سره نه یوازې د هغو ناروغانو ژوند ژغورلی دی چې وینې ته اړتیا لري؛ بلکې له یو اکاډمیک آدرس څخه د وینې ورکولو دود ته وده ورکولو کې هم میراث دار پاتې دی.»
کاردان پوهنتون د خپلو اکاډمیکو فعالیتونو ترڅنګ د دې ډول کمپاینونو جوړول د وینې ورکولو دود ته وده ورکول او په ټولنه کې د همدردۍ احساس پیداکولو له‌پاره یو غوره فرصت ګڼي.