د پوهنې سرپرست وزیر د کاردان له ښوونځیو لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، چې؛ د پوهنې وزارت سلاکار عزیز احمد ریان، د معارف شهر رییس عبدالباسط حقاني، د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو رییس وحیدالله هاشمي او د افغانستان د پوهنې وزارت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۲ لمریز کال، د لیندۍ ۱۹، د یک‌شنې په ورځ، مخکې له غرمې د کاردان له ښوونځیو لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د کاردان نړیوال ښوونځي څخه پیل شوه، چې په ترڅ کې یې مېلمنو ته د ښوونځي په نوې ټکنالوژۍ سمبال ټولګي، په نړېوال معیار د برابرو ښوونیزو خدماتو، د زده کوونکو د ظرفیت لوړونې له‌پاره د نوښتونو او خلاقیت په برخه کې د تل‌پاتې هلوځلو پایلې او له دې امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په‌اړه معلومات وړاندې شول. د پوهنې وزارت سرپرست او مل پلاوي یې د کاردان له نړیوال ښوونځي سره تر پېژندګلوي وروسته د کاردان د هلکانو لېسې ته تشریف یووړ، چې د ښوونکو او زده کوونکو له لوري د ګلونو د ګېډۍ په ورکولو ورته ښه راغلاست وویل شو.

زده کوونکو د خپل فکري ځواک پرمټ جوړې شوې د نوښتونو او ټکنالوژۍ پروژې یو په یو د سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي حضور ته تشرېح کړې. دې لیدنې وینا هم درلوده چې د کاردان پوهنتون او ښوونځیو د کنفرانسونو په تالار کې د دې ښوونخيو د کارمندانو، استادانو او زده کوونکو په ګډون د استاد صلاح الدین بختیار له‌خوا د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې پیل کې د کاردان پوهنتون او ښوونځیو رییس ډاکټر احمد خالد حاتم، مېلمنو ته د ښه راغلاست په ویلو سره کاردان ښوونځي داسې معرفي کړل: اوسنيو سختو شرايطو ته په کتو کاردان ښوونځیو خپل ممتاز ځای ساتلی او د پام وړ پرمختګونه یې کړي دي. هغه زیاته کړه؛ دا مهال په کاردان ښوونځيو کې ۲۲۳۳ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او تر ۱۵۰۰ زیات کدري‌ زده کوونکي یې ټولنې ته د لوړو زده کړو د پیلولو له‌پاره وړاندې کړي دي. ډاکټر حاتم زیاته کړه؛ زموږ ۱۸ فارغانو د ۱۴۰۲ لمریز کال کانکور آزموینه کې ګډون کړی و، چې له دې جملې ۱۷ تنه د خپلو خوښو پوهنځیو ته کامیاب شوي و او یو تن هغه یې د کانکور آزموینې په لسو غوره کسانو کې شامل و.
ډاکټر صاحب حاتم دغه‌راز وویل؛ موږ د هېواد ګوټ ګوټ کې د پوهې وزر خورولو ته هوسېږو او له پوهنې وزارت سره هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن یو.
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، د کاردان ښوونځیو له لیدنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره د دې ښوونځیو د زده کوونکو پروژې او نوښتونه د نورو ښوونځیو له‌پاره یوه ښکاره بېلګه یاده کړه، کاردان یې یوه نوښتګره ښوونیزه اداره وبلله، د دغه ښوونځیو د زده کوونکو هڅې یې وستایلې او د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزنې له‌پاره یې د کاردان د رهبرۍ هیئت او استادانو هڅې وستایلې.

حبیب الله آغا د خپلو خبرو په دوام وویل؛ غربي او د نړۍ لومړۍ درجه هېوادونه د خپلې هڅې او زیار په پایله کې اوسني مقام ته رسیدلي دي. نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې د ستونزو پر وړاندې کلک ودرېږي او په نړېواله کچه د ټکنالوژۍ، صنعت، سوداګرۍ، کرنې او نورو معاصرو علومو په برخه کې د پوهنې بېلګې جوړ شي. د پوهنې وزارت سرپرست وزیر له زده کوونکو سره ژمنه وکړه چې د پوهنې د خدمتګار په توګه به د دوی د پرمختګ له‌پاره اسانتیاوې برابروي.

د معارف شهر رییس عبدالباسط حقاني، چې د غونډې یو تن ځانګړی مېلمه و، دغه غونډه یې مبارکه وبلله او زیاته یې کړه: پوهه یو لوی کمال او د خدای پاک ذاتي صفت دی، خدای تعالی دې موږ د پوهې په ګاڼه سمبال کړي. ښاغلي حقاني د پوهې زده کړه صدقه جاریه وګڼله او کاردان یې په افغانستان کې د خصوصي زده کړو د بنسټګر په توګه د دې صدقې سرلاری یاد کړ. هغه همدا راز زیاته کړه: موږ د کاردان له ښوونځیو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې په پوره اخلاص او سخاوت‌مندۍ سره یې د دې هېواد بچیانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړې ده.

د غونډې پای کې، د کاردان د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو د پوهنې د سرپرست وزیر د حضور تود هرکلی وکړ. او ټینګار یې وکړ چې دا ډول غونډې د پوهنې د وګړو او د پوهنې وزارت د رهبرۍ ترمنځ واټن له منځه وړي.