د «کاردان پوهنتون د شبیه سازۍ لومړنی مطبوعاتي کنفرانس» جوړ شو

د کاردان پوهنتون ژورنالیزم ډیپارټمنټ د ۱۴۰۲ لمریز کال، لړم میاشتې په ۱۱ نېټه، د «کاردان پوهنتون د شبیه سازۍ لومړنی مطبوعاتي کنفرانس» تر نامه لاندې پروګرام جوړ کړ. په دې غونډه (کنفرانس) کې د دې ډیپارټمنټ محصلینو د کوربه، ویاند، انځورګر او خبریال په نقش کې مطبوعاتي کنفرانس "شبیه سازي" کړ.

کیهان انتظار چې د کانونو او پطرولیم وزارت د ویاند په صفت یې مطبوعاتي کنفرانس کې برخه اخیستې وه د کنفرانس په اړه یې داسې وویل: ما د شبیه سازۍ په دې مطبوعاتي کنفرانس کې په عملي کار کولو سره دېر اړین موضوعات زده کړل کوم چې تر دې دمخه مې نه و تجربه کړي.

ښاغلي کیهان همدا راز وویل: کاردان پوهنتون د یادو کنفرانسونو او عملي پروګرامونو په برابرولو کې له مونږ سره ډېر زیار باسي او شخصاً زه له دې پروګرامونو څخه انګېزه، جرات او دا وړتیا ترلاسه کوم چې یوه ورځ په یوې نړېوالې معتبرې رسنۍ کې د خبریال او ویاند په صفت دنده ترسره او هېوادوالو ته د خدمت کولو جوګه شم.

د رسنيو يو شمېر مسوولينو او ملاتړو چې په دې کنفرانس کې يې برخه اخيستې وه، وويل چې د دې پروګرام جوړول د زده کړو پر مهال د محصلينو د علمي او عملي ظرفیت لوړلو لپاره ګټور دي.

د کاردان پوهنتون ژورنالیزم ډیپارټمنټ د دې پوهنتون د نورو څانګو په څېر تل هڅه کوي چې تحصیلي دوره کې د نظري دروسونو ترڅنګ عملي فعالیتونه هم ترسره کړي.

د ژورنالیزم ډیپارټمنټ اړوند نور معلومات: https://bit.ly/3kJ7Yk6