د کاردان پوهنتون د انجینیرۍ او ټکنالوژۍ ستر کلنی نندارتون جوړ شو

کاردان پوهنتون خوښ چې د ۱۴۰۲ لمریز کال، لړم میاشتې په ۲۵ نېټه یې د کنفرانسونو په تالار کې د محصلینو ترمنځ د نوښتونو د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه، د "انجینیرۍ او ټکنالوژۍ ستر کلنی نندارتون" جوړ کړ.

یاد نندارتون کې چې د تخنيکي او مسلکي انستيتوت رییس مولوی مبشر آغا، د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر احمد خالد حاتم او سلګونه مینه والو ګدون درلود، د کمپیوټرساینس او سېول انجنیرۍ څانګې له ۵۰ تنو زیاتو محصلینو په خپل نوښت جوړې شوې پروژې نندارې ته وړاندې کړې.

د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر احمد خالد حاتم، د محصلینو نوښتونه او پروژې وستایلې او زیاته یې کړه؛ کاردان ژمن دی چې ستاسو د پروژو او نوښتونو د پرمختګ لپاره ستاسو هر اړخیر ملاتړ وکړي.

دې د په وینا، يو شمېر دولتي ادارې او بنسټونه لکه؛ ښاروالي او د ټولګټو وزارت لېواله دي چې د کاردان پوهنتون په هلوځلو او ارتباطاتو سره د دا ډول ګټورو پروژو د پلي کولو لړۍ پیل کړي.

د سېول انجنیرۍ ‎ډیپارټمنټ آمر توفیق پویا وویل: د دې ډول پروګرامونو د جوړېدو موخه د دولتي او خصوصي بنسټونو ترمنځ د رغنیزو پروژو ډیزاین او د پوهنتون محصلینو او فارغانو ته د کار او کار زده کړې فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې همغږي ده.
نوموړي زیاته کړه؛ د سېول انجنیرۍ او ټکنالوژۍ محصلينو سږ کال په نړيوالو نندارتونونو کې ګډون کړی او د دولتي ادارو له لوري یې تود هرکلی شوی.

د سېول انجینرۍ پروګرام یو تن محصل دانیال مهدي چې له پنځه کسیز ټیم سره یې نندارتون کې ګډون کړی، د نندارتون په اړه داسې وویل: زموږ طرحه د کابل هوایي ډګر د څلورلارې د سینګارولو اړوند ده چې نندارتون کې نندارې ته وړاندې او د مینه والو تودهرکلي سره مخ شوه.

مهدي په ټولو برخو او په ځانګړي ډول د هېواد د زرغونتیا او آبادۍ اړوند طرحې او د محصلینو نوښتونه مهم وبلل او ځوانانو ته یې د صبر او زغم او راتلونکي ته د هیله مندۍ ډاډ ورکړ، نوموړي زیاته کړه چې د روښانه راتلونکي او د افغانستان د ښېرازۍ لپاره به له هېڅ ډول هڅو نه لاس په سرکېږي او په دې برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي.

سهراب هلالي چې د کاردان پوهنتون د کمپيوټر ساينس پروګرام د ۷ سمسټر محصل دى، وايي: "په تحصیلي دوره کې د دې طرحو او پروژو جوړول ډېر مهم دي، ځکه هر هغه څه چې مونږ یې ترسره کوو د استادانو د زیار او د پوهنتون د امکاناتو پایله ده چې په راتلونکي کې مو د علمي ظرفیت د لوړوېدو او د کار بازار ته په پوره ډاډ د داخلېدو لامل کېږي.

د کاردان پوهنتون استادان هم دا پروژې او دې ته ورته نورې هغه، د درسي ممد غوره والی ګڼي او په دې برخه کې د محصلینو د ظرفیت لوړونې ډاډ ورکوي.
د پروګرام ګډونوالو هم له نندارتون څخه ملاتړ او خوښي څرګنده کړه او په راتلونکي کې دې ته ورته د نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتونکي شول.

کاردان پوهنتون هوډ لري چې په عملي ډګر کې د محصلینو علمي او عملي ظرفیت لوړوي او د کار بازار ته یې په پوره وړتیا وړاندې کوي.