د سېول انجنیري څانګې د محصلینو ترمنځ د پُل جوړولو سیالي

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ د دې پوهنتون د انجنیري ټولنې په همکارۍ د Popsicle Stick Bridge سیالیو لومړنی پړاو د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په نهمه تایمني څانګه کې جوړ کړ.

دا سیالي د سیول انجنیري محصلینو ته د یوه په زړه پوري مېتود په ډول جوړه شوې وه، څو وکولای شي په دې برخه کې شته ستونزو او ننګونو ته نوښتیزې حل لارې ولټوي او ګروپي کار او فعالیت ته پراختیا ورکړي. د سیالۍ موخه تر ډیره محصلینو ته دا ښودل و، چې د انجنیري برخه کې ستونزې څه ډول حل کولای شي او څنګه په خپل کار کې بریالي کېدای شي.

په سږنیو سیالیو کې د انجنیري څانګې د محصلینو دوه کسیزو او څلورکسیزو ډلو د یوه لارښود استاد په همکارۍ هڅه وکړه، چې له ساده لرګیو او چسپ څخه پلونه ډیزان او جوړ کړي.

کاري ډلو ته د پلونو د جوړولو د څرنګوالي، پیاوړتیا، ظاهري بڼې او د تخنیکي راپور د وړاندې کولو پر بنسټ امتیازونه ورکړل شول.

په دې سیالۍ کې د یاد ډیپارټمنټ ۵۰ تنو محصلینو، چې په ۱۷ بېلابېلو ډلو وېشل شوي وو، برخه اخیستې وه. د دې سیالۍ لومړی مقام د (Saan Bridge) پل، چې د ۱۳۲،۶ کیلو ګرام وزن پر وړاندې مقاومت وښود، وګاټه دویم مقام د (Popsicle) پل چې د ۱۳۲،۱۲ کیلوګرام وزن مقاومت یې درلود او درېیم مقام د (Popsicle Stick) پل چې د ۹۲ کیلوګرام وزن پر وړاندې یې مقاومت درلود، خپل کړ.

د انجنیري څانګې د پنځم سمسټر محصل آریب خالقي د دې سیالۍ په اړه وویل:« دا له تیرونو څخه کمربندونو ته د بارونو د لېږد او د فولادي دستو د تحلیل او ارزونې، چې په کمربندونو کې د شکل د تغییر مخنیوی کوي، یوه عالي تجربه وه.»

د دې څانګې یو تن بل محصل شهیرالله وايي، له خپلو ټولو استادانو مننه کوم، چې موږ یې په داسې یوه علمي سیالۍ کې ګډون ته وهڅولو او هیله ده، چې په راتلونکي کې زموږ هڅې بریالۍ شي.