د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په تړاو یو ورځنی سمپوزیم جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۹ مه د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي موخو په تړاو یو ورځنی سمپوزیم جوړ کړ.

د دې سپموزیم د جوړېدو موخه په افغانستان کې د یادو اهدافو د اهمیت او هغو ته په رسېدو کې د پوهنتونونو ونډه وه، چې په تړاو یې هر اړخیز بحث او خبرې اترې وشوې. دا خبرې اترې تر ډېره پر دولسم هدف (مسوولانه تولید او لګښت) باندې متمرکزې وې.

د سمپوزیم په لومړۍ برخه کې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او ارزونې عمومي رییس ډاکټر میرویس بهیج په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیایي موخو د اهمیت او د هغو په ترلاسه کولو کې د پوهنتونونو د رول په اړه محصلینو ته هر اړخیز مالومات ورکړل.

وروسته د اقتصاد وزارت سلاکار حفیظ الله حصیف په افغانستان کې د یادو اهدافو د سپړنې په اړه پرزنټېشن وړاندې کړ. هغه د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي موخو هر یوه ته او په افغانستان کې د هغو د اهمیت او پلي کېدو په اړه بېله کتنه درلودله.

د سمپوزیم یو تن ګډونوال محصل په دې اړه وویل:« دا یوه خورا نوښتیزه او روزنیزه ناسته وه. له کاردان پوهنتون څخه واقعا مننه کوم او هیله مې دا ده، چې په راتلونکي هم محصلینو ته د یادو اهدافو په تړاو ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.»

د پروګرام په پای کې د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکټر سید عبدالمعز د سمپوزیم له ټولو وړاندې کوونکو د زړه له کومې مننه وکړه او ټولو ټیمونو ته یې د خپلو چارو د بریالي پای ته رسېدو مبارکي وویله.