(ICAMR-2024) د بین‌الرشتوي تطبیقي څېړنو نړۍوال کنفرانس

(ICAMR-2024) د بین‌الرشتوي تطبیقي څېړنو نړۍوال کنفرانس

کاردان پوهنتون، د افغانستان ترټولو مخکښ پوهنتون په توګه، د ۱۴۰۳ لمریز کال، د مرغومي ۱۰ نېټه، د دوشنبې په ورځ د «په افغانستان کې د تل‌پاتې پرمختیا پر وړاندې د مسایلو او ننګونو په‌اړه د بین‌الرشتوي تطبیقي څېړنو نړۍوال کنفرانس» ترنامه لاندې خپل کلنی کنفرانس ترسره کړ.

دا کنفرانس، د کاردان پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، سیاست‌والو، ګڼو حکومتي او غیر حکومتي شخصیتونو، لکه؛ د لوړو زده کړو علمي معین دوکتور لطف‌الله خیرخواه، د افغان ملي بانک(BMA) اجراییوي رییس دکتور شاکر جلالي، د لوړو زده کړو وزات د تألیف او تحقیق رییس دکتور حمیدالله مزمل، د لوړو زده کړو وزارت د علمي نظارت رییس مولوي احمدالله حماد، د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رییس شاکر وحیدي؛ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو علمي کدرونو، څیړونکو، د ملي او نړۍوالو موسسو او بنسټونو استازو، محصلینو او نورو میلمنو په ګډون ترسره شو.


پروګرام، د کاردان پوهنتون د اړیکو د دفتر کارمند، سید عنایت‌الله سهرابي د قرآن کریم په تلاوت پیل کړ. وروسته، د کاردان پوهنتون د محصلانو چارو علمي معاون، محترم خواجه جمشید صدیقي، راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د کنفرانس د موخو او اهدافو په‌اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د پروګرام په لړ کې، د کاردان پوهنتون محترم رییس دکتور احمد خالد حاتم، په افغانستان کې د تل‌پاتې پرمختیا له‌پاره په بېلابېلو برخو کې د خبرو اترو د فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د دغه کنفرانس د ترسره کېدو پر اهمیت او رول هر اړخیزې خبرې وکړې او دغه کنفرانس یې د پوهنتون د ستراتیژیک پلان یو مهم هدف وباله.

همدارنګه، د لوړو زده وزارت علمي معین، دکتور لطف‌الله خیرخواه، د کاردان پوهنتون د دې هڅې د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه: «دا کنفرانس د افغانستان د تل‌پاتې پرمختګ په لاره کې د موجودو ستونزو د پیژندلو له‌پاره یوه ښه موقع ده او د ستونزو د حل لپاره مناسبې لارې چارې موندلو کې مرسته کوي.»

په دې کنفرانس کې، ۴۹ مقالې د مالي پرمختګ، سیاست، ټولنې، کرنې او چاپېریال ساتنې په‌اړه د کورنیو او بهرنیو څېړونکو لخوا را لېږل شوې وې، چې له هغې جملې ۱۵ مقالې د وړاندې کولو له‌پاره تالار کې غوره او په انلاین او حضوري ډول وړاندې شوې؛ نورو څېړونکو هم، خپلې مقالې په ځانګړو خونو کې وړاندې کړې او د هرې ډلې رییسانو د وړاندې شویو مقالو پایلې تشریح کړې.

کاردان پوهنتون، د افغانستان د مخکښ پوهنتون په توګه، په هېواد کې د تل‌پاتې پرمختیا پر وړاندې د ننګونو د حل له‌پاره د نوښتګرو لارو چارو موندلو، همکارۍ او بحثونو رامنځته کولو ته ژمن دی.