پرانیستل شو (Kardan CPD) کاردان د مسلکي پرمختیا مرکز

د کاردان علمي کورنۍ، په هېواد کې د مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه، ویاړي چې د مهارتونو تقویت، کاري پرمختګ، نوښت او د کار بازار اړتیاوو پېژندلو په موخه یې د مسلکي پرمختیا مرکز جوړ کړی دی. دا مرکز د مسلکي کدرونو روزلو له لارې د هېواد په اقتصادي او ټولنیزه وده کې مهمه ونډه لري.

کاردان د مسلکي پرمختیا مرکز، د غوښتونکو د مهارتونو او وړتیاوو لوړولو په موخه خپل فعالیتونه پیلوي. دا مرکز، په بېلابېلو علمي او ښوونیزو برخو کې د ځانګړې روزنې په وړاندې کولو، محصلینو سره مرسته کوي، چې نوي مهارتونه زده او په ګڼو علمي او تخصصي برخو کې فعالیت وکړي.

محصلین، د دې مرکز په یوه پروګرام کې د ګډون له لارې کولای شي غوره کاري فرصتونه ترلاسه کړي او خپلې مسلکي ودې ته ادامه ورکړي.

په ټوله کې، د کاردان د مسلکي پرمختیا مرکز پرانیستل نه یوازې د محصلینو فردي پرمختګ له‌پاره ګټور دی، بلکې د هېواد اکاډمیکې ټولنې باندې هم مثبت اغېز لري.