کاردان پوهنتون، په افغانستان کې د ترټولو غوره تحصیلي بنسټ په توګه، د آدرویت نړۍوال څېړنیز کنفرانس (AIRE) 2024 د جوړېدو او ترسره کېدو په برخه کې کوربتوب او همکاري وکړه. دغه کنفرانس چې د آدرویت آسوشیتس له لوري د دې پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی و، د ډاکټر احمد خالد حاتم، د پوهنتون رییس، محترم احمد حامد پوپلزی، د آدرویت آسوشیتس استازي او د ګڼو وزارتونو استازو، څېړونکو، استادانو، محصلینو او ملي او نړۍوالو مېلمنو په ګډون ترسره شو.
په دې کنفرانس کې، د اوکراین، اتیوپی، قزاقستان او افغانستان په ګډون له بیلابیلو هېوادونو څخه د څېړونکو لخوا مقالې وړاندې شوې، چې د روغتیا او کرنې پر موضوعاتو یې تمرکز درلود. له دې ډلې څخه، ۹ تنه څېړونکي د خپلو مقالو د حضوري یا آنلاین وړاندې کولو لهپاره غوره شول.
کنفرانس د کاردان پوهنتون د اړیکو د دفتر کارمند، سید عنایتالله سهرابی، له لوري د قرآن کریم په تلاوت پیل شو. ورپسې، محترم پوپلزي د کنفرانس د مقدمې په توګه پیلیزې خبرې وکړې. له پرانیستې وروسته، ډاکټر احمد خالد حاتم د ټولنیزو-اقتصادي ننګونو پهاړه پراخه وینا وکړه.
دا دوه ورځنی کنفرانس، په جګړه ځپلو سیمو کې د موجوده ټولنیزو-اقتصادي ننګونو او په ځانګړې توګه د خوراکي امنیت او پایدار زراعت پر موضوعاتو متمرکز و. دغه ناسته، د تجربوي څېړنو د ترسره کولو لهپاره یوه هڅه وه چې د ټولنیزو او پرمختیایي ننګونو د حل نوې لارې چارې لټوي.
سربجیت موکرجي، د کاردان پوهنتون استاد، د کنفرانس د اهمیت او د اقلیمي بدلونونو پهاړه وویل: «دا ډول علمي بحثونه د امنیت نوې تعریف وړاندې کوي، چې د مرمیو او وسلو څرک په کې نشته، بلکې ټول د انساني امنیت مختلفو اړخونو او اقلیمي بدلونونو پورې تړلي بحثونه دي.»
دا کنفرانس د کلیدي ویناوو، ګردي مېزونو او په مختلفو برخو کې د مقالو وړاندې کولو شاهد و او د وړاندې شویو څېړنو د درک د زیاتوالي لهپاره یې د پوښتنو یوه برخه هم درلوده. د دې سربیره، پروګرام د محترم پوپلزي د پای په خبرو او د ستاینلیکونو او جایزو په وېشلو پای ته ورسېد.
کاردان پوهنتون، د داسې علمي پروګرامونو د ترسره کولو ملاتړ او همکاري د خپل ماموریت یوه برخه ګڼي، ترڅو د علمي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو د حل لهپاره مشخصې لارې چارې او میکانیزمونه وڅېړي.