کاردان پوهنتون د کیفیت د تضمین او علمي اعتبار په اړه روزنیز سیمینار جوړ کړ

د کاردان پوهنتون د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو دفتر، د علمي اعتبار د پېژندنې او په افغانستان کې د ګټې اخیستلو د څرنګوالي په تړاو د دې پوهنتون استادانو، مدیرانو او د بېلابېلو ډیپارټمنټونو کارکوونکو ته روزنیز سیمینار جوړ کړ. یاد سیمینار د کاردان پوهنتون په ماسټري څانګه کې جوړ شوی و.

د کاردان پوهنتون د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو برخې مشر وحیدالله افغان د خپلې هر اړخیزې وینا په ترڅ کې په تحصیلي سکټور کې د کیفیت ساتلو د اهمیت او د تحصیل او علمي ټولنې د کیفیت په لوړو کې د علمي اعتبار د پایلو د څرنګوالي په اړه بشپړ مالومات ورکړل.

ښاغلي افغان زیاته کړه: « کاردان پوهنتون د کیفیت د تضمین «یوولس طلایي اصول» په کلکه مراعتوي او په ۲۰۱۸ کال پر دې بریالی شو، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوړو زده کړو وزارت څخه خپل ملي اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړي.

د کاردان پوهنتون استادانو، مدیرانو او د بېلابېلو ډیپارټمنټونو کارکوونکو، چې په یاد یو ورځني روزنیز سیمینار کې یې برخه اخیستې وه، د تحصیل او په ټوله کې د پوهنتون د بېلابېلو خدمتونو د کیفیت لوړېدو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په هېواد کې د تر ټولو مخکښ تحصیلي بنسټ په توګه کاردان پوهنتون تل هڅه کوي، چې خپلو محصلینو ته د وروستیو علمي سټنډرډونو او د وخت د غوښتنو مطابق د باکیفیته لوړو زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.