له بهرنیو چارو وزارت څخه د کاردان پوهنتون د محصلینو لیدنه

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارټمنټ د لومړي، دویم او درېیم سمسټر یو شمېر محصلینو د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۲۰مه نېټه، د یوه علمي سیر په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت څخه لیدنه وکړه.

د دې علمي سیر په ترڅ کې محصلینو وکولای شول، د ډیپلوماسۍ انستیتوت د دندو او کړنو، د بهرنیو چارو وزارت د تشکیلاتي جوړښت، د قنسلي چارو، کلتوري چارو، تشریفاتي چارو، د پنځه ګونو سیاسي ریاستونو او آرشیف ریاست د دندو او واکونو په تړاو هر اړخیز معلومات ترلاسه کړي.

د یاد ډیپارټمنټ آمر مطېع‌الله آرین‌پور په دې اړه وویل: «له دې علمي سیر څخه زموږ موخه د اړیکو ټینګښت او د ډیپلوماسۍ انستیتوت د فعالیتونو او د دې وزارت د نورو اړوندو برخو په اړه د محصلینو سم درک دی، کوم چې په کاري برخه کې له هغوی سره ډېره مرسته کوي.»

د یادې څانګې یو تن محصل هدایت قادري وايي: «کاردان پوهنتون په هېواد کې یو مخکښ تحصیلي بنسټ دی، موږ په دې پوهنتون کې د تحصیل پر مهال له بېلابېلو برخو لیدنه کوو او په عملي ډول ډېری موارد زده کوو. دا ډول پروګرامونه له موږ سره مرسته کوي، چې څنګه کاري ساحې ته دننه شو.»

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو ډیپارتمنټ تل په دې لټه کې دی، چې محصلینو ته د سیاسي نظریو او د سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه اړین او تازه مالومات ورکړي. دا څانګه د ورته علمي سیرونو او روزنیزو پروګرامونو د جوړولو له لارې له محصلینو سره مرسته کوي، چې د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو سیاسي مسایلو په اړه خپله د پوهې او درک قوه پیاوړې کړي.