کاردان پوهنتون د ۱۴۰۰ کال فارغانو ته ځانګړې غونډه جوړه کړه

کاردان پوهنتون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د کب په ۲۴مه نېټه د دې پوهنتون د بېلابېلو تحصیلي څانګو فارغانو ته ځانګړې غونډه جوړه کړه. غونډه د کاردان پوهنتون د رییس ډاکتر احمد خالد حاتم، د ډیپارټمنټونو د آمرینو، استادانو، فارغانو او د هغوی د کورنیو په ګډون د تایمني څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

ښاغلي حاتم یادې ځانګړې غونډې ته په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل: «د کاردان پوهنتون د محصلینو د فراغت له امله دوی او محترمو کورنیو ته یې مبارکي وایم. تاسو د هېواد نوی او انګېزه لرونکی نسل یاست چې په وروستیو دوو کلونو کې له ګڼو ننګونو او بدلونونو سره سره مو وکولای شول خپل یو مهم تحصیلي پړاو پای ته ورسوئ.»

نوموړي زیاته کړه، چې کاردان پوهنتون د هېواد د مخکښ تحصیلي بنسټ او د هغې ژمنې له امله چې د هېواد د اکاډمیکې کورنۍ پر وړاندې یې لري، په هر ډول شراېطو کې د محصلینو ترڅنګ درېدلی او علمي موخو ته په رسېدو کې یې هغوی ته انګېزه ورکړې. د کرونا وبا پرمهال د آنلاین ټولګیو جوړول او په هېواد کې د وروستیو بدلونونو مدیریت یادې ژمنتیا ته د پوهنتون د پابندۍ ښکارندويي کوي.

ښاغلي حاتم فارغانو ته په خطاب کې وویل: «ستاسو تحصیلي سفر دلته پای نه مومي، بلکې مسوولیتونه مو لا ډېروي. تاسو د هېواد ځوان او پر لوړو زده کړو سمبال نسل یاست، چې د ځان، کورنۍ، پوهنتون او د ټولنې پر وړاندې مکلفیتونه لرئ او باید جدي هلې ځلې وکړئ.»

د سېول انجنیري ډیپارټمنټ آمر ګل رحمان عبدالرحیمزي وویل: «ستاسو علمي پرمختګ او موخو او هیلو ته مو لاسرسی زموږ او ستاسو د کورنیو ویاړ ګڼل کېږي. تاسو او درنو کورنیو ته مو د زړه له کومې د دې لاسته راوړنې مبارکي وايم.»

د دې ترڅنګ، د ژورنالېزم او عامه اړیکو ډیپارټمنټ آمر میر محمد صدیق ذلیق هم محصلینو ته د فراغت مبارکي وویله زیاته یې کړه: «تاسو د خپلو کورنیو په ملاتړ تر دې ځایه را رسېدلي یاست. باید د راتلونکې له‌پاره مو خپل اهداف مشخص او هغه ستونزې او ننګونې مو چې مخ ته راځي باید پر وړاندې یې جدي مبارزه او د یوه روښانه سباوون له‌پاره هلې ځلې وکړئ.»

د سیاسي علومو ډیپارټمنټ آمر مطېع الله آرین پور بیا په دې غونډه کې وویل: «اوس د دې وخت دی، چې تاسو په عملي ډګر کې له خپلې پوهې او وړتیاوو ګټه واخلئ او ټولنې ته خدمت وکړئ، ځګه هېواد تر بل هر وخت تاسو ته لا ډېره اړتیا لري. دغه راز، له کورنیو هم مننه کوم، چې پر خپلو اولادونو پانګونه کوي.»

کاردان پوهنتون خپلو محصلینو ته د نظري زده کړو ترڅنګ له نصاب د بهر فعالیتونو زمینه هم برابره کړې، چې د محصلینو د بریا مرکز یې یوه څرګنده بېلګه ده. محصلین دغه راز کولای شي تر فراغت وروسته هم د دې دفتر له خدمتونو برخمن شي.

د کاردان پوهنتون د کارموندنې خدمتونو دفتر مدیر محمد امین حکیمي په دې اړه وویل: «موږ د فارغانو له‌پاره ګڼ ګټور پروګرامونه په پام کې لرو او تل له هغوی سره په اړیکه کې یو. فارغان کولای شي زموږ په پروګرامونو کې برخه واخلي او زموږ د کار او کار زده کړې له فرصتونو برخمن شي.»

د ۱۴۰۰ کال د فارغانو له‌پاره دا ځانګړی پروګرام له استادانو او د هغوی له کورنیو سره د یادګاري انځورونو له اخیستلو او د کیک له پرې کولو وروسته پای ته ورسېد.

کاردان پوهنتون تل هڅه کړې، چې د دا ډول پروګرامونو او غونډو له جوړولو سره د محصلینو او فارغانو د علمي او مسلکي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هغوی ملاتړ وکړي او د ملي او نړیوالو معیارونو په نظر کې نیولو سره هغوی ته د باکیفیته لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.