له رایل پي‌وي‌سي شرکت څخه د سېول انجنیري محصلینو لیدنه

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیري ډیپارټمنټ محصلینو د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۱۵مه، د یوه علمي سیر په ترڅ کې له رایل پي‌وي‌سي شرکت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه په کاري چاپېریال کې د تیوري زده کړو د عملي کېدو څرنګوالی و. د دې ترڅنګ، دې لیدنې له محصلینو سره مرسته وکړه، چې په شرکتونو کې د انجنیرۍ له استفاده کېدونکو موادو او وسایلو سره لا ډېر آشنا شي.

د سېول انجنیري ډیپارټمنټ استاد انجنیر ګل رحمان عبدالرحیمزي په دې اړه وویل: «موږ د محصلینو د عملي کار او علمي سیر اهمیت درک کوو او له همدې امله د خپلو محصلینو لپاره د علمي سیرونو د برابرېدو زمینه برابرو. په داسې علمي سیرونو کې له ګډون سره محصلین کولای شي هغه نظریې چې په ټولګي کې په تیوري ډول زده کوي په عملي ډول ترې ګټه واخلي او په شرکتونو کې د ساختماني موادو په اړه خپل درک پیاوړی کړي.»
د ملګرو ملتونو د څلورم تلپاتې پراختیايي هدف (باکیفیته زده کړې) پر وړاندې د کاردان پوهنتون ژمنتیا ته په کتو دې بنسټ له پوهنتون هاخوا روزنیزو فعالیتونو اهمیت درک کړی دی. د دې ترڅنګ محصلین کولای شي له عملي زده کړو سره له پوهنتون بهر رضاکارانه ارتباطي فعالیتونه په ټولنه کې ترسره کړي.

د کاردان پوهنتون د سېول انجنیرۍ څانګه محصلینو ته د ودانیو، لویو لارو، پلونو، برجونو او د اوبو بندونو د جوړولو او بیارغولو په اړه مسلکي او تخصصي زده کړې ورکوي او هغوی پر دې بریالي کوي، چې د طراحۍ، محاسبې او د رغنیزو پروژو د پلي کېدو، نظارت او ارزونې ځانګړي مهارتونه ترلاسه کړي.

که تاسو هم په دې څانګه کې د لوړو زده کړو مینه وال یاست کولای شئ په حضوري او یا هم په آنلاین ډول د دې لینک له لارې نوم لیکنه وکړئ: https://bit.ly/3iFx28k