په افغانستان کې د سولې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په تړاو د محصلینو ترمنځ مناظره وشوه

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه، په افغانستان کې د سولې پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په‌تړاو د یاد ډیپارټمنټ د محصلینو ترمنځ مناظره جوړه کړه.

په دې مناظره کې ۱۶ تنو محصلینو په دوو پړاونو کې برخه اخیستې وه چې په پایله کې درې تنو محصلینو لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړل. دا مناظره د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول شپاړسم هدف: سوله، عدالت او پیاوړي بنسټونه، ته د رسېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون ژمنتیا پر بنسټ جوړه شوې وه.

د مناظرې په لومړي پړاو کې چې د روان کال د چنګاښ په ۱۸مه نېټه جوړه شوې وه، ۱۶ تنو محصلینو په دري او انګلیسي ژبو د موضوع اړوند خپل تحلیلونه او نظرې د زوم اپلېکشن له لارې وړاندې کړې. ښاغلی مېطع الله آرین پور، صدیق الله سهیل، محمد کوثر دولتزی او ډاکتر تفیل احمد پیرزاده د دې مناظرې د ارزونې پلاوي غړي وو.

تر ارزونو وروسته، د ۱۶ تنو محصلینو له ډلې ۸ تنو وکولای شول وروستي پړاو ته لاره پیدا کړي. ولید کریاب، صباون ارغندیوال، احمد صدام پناه او عبدالله شینواري په انګلیسي ژبه د خپل تحلیل تر وړاندې کولو وروسته او آغلې رحیمه، شاه مسعود، ګل ولي هېوادپال او میر نظام الدین په دري ژبه د خپلو تحلیلونو له وړاندې کولو وروسته، وروستي پړاو ته لار وموندله.

د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ آمر ښاغلي زاهد جلالي په دې تړاو وویل: «زموږ د محصلینو لپاره دا یوه ښه موکه وه چې د مناظرې په سیالیو کې برخه واخلي او په افغانستان کې د سولې پر وړاندې د فرصتونو او ننګونو په تړاو خپل نظرونه چې په اوسمهال کې خورا مهم دي، بیان کړي.»

ښاغلي جلالي زیاته کړه، چې زموږ ډیپارټمنټ نه یوازې د درسي نصاب په فعالیتونو کې د محصلینو برخې اخیستو بلکې له نصاب بهر او عملي فعالیتونو کې هم د هغوی فعال ګډون ته زمینه برابروي.

د یادې مناظرې د وروستي پړاو ګټونکي احمد ولید کریاب وویل: «دا ډول روزنیز بحثونه د محصلینو انتقادي تفکر او تحلیلي وړتیاوو ته د پام وړ وده او پراختیا ورکوي.»

د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارتمنټ تل په دې لټه کې دی، چې محصلینو ته د سیاسي نظریو او د سیمه ییزو او نړیوالو چارو په اړه اړین او تازه مالومات ورکړي. دا څانګه له محصلینو سره مرسته کوي، چې د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو سیاسي مسایلو په اړه خپله د پوهې او درک قوه پیاوړې کړي.


د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو ډیپارټمنټ په‌تړاو د نورو مالوماتو له‌پاره: kardan.edu.af/Academics/bps