په افغانستان کې د مالیاتي شخړو حل او پر خصوصي سکټور یې د اغېزو په تړاو مالوماتي پروګرام جوړ شو

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې په ۲۷مه، په افغانستان کې د مالیاتي شخړو د حل او پر خصوصي سکټور یې د اغېزو په‌تړاو خپلو اړوندو محصلینو ته ژوندی مالوماتي پروګرام جوړ کړ. د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ استاد جوهر مسعودي چې د آنلاین پروګرامونو د جوړولو په برخه کې پراخه تجربه لري، د دې پروګرام کوربه توب کاوه.

دا پروګرام د زوم اپلېکشن له لارې جوړ شوی و، چې په‌ترڅ کې یې د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ رییس ښاغلي عبدالظور مهران محصلینو ته هر اړخیز مالومات وړاندې کړل. ښاغلی مهران ځوان اقتصاد پوه دی، چې د هندوستان په پنجاب پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې ماسټري کړې ده.

په دې سیمینار کې د بېلابېلو خصوصي شرکتونو استازیو او محصلینو برخه اخیستې وه، چې د موضوع اړوند هر اړخیز مالومات ورسره شریک شول. د دې سیمنیار جوړېدل د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف، باکیفیته زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د کاردان پوهنتون ژمنتیا ښيي.

د سیمینار په پای کې محصلینو او د ورکشاپ ګډونوالو د وړاندې شویو موضوعاتو په تړاو خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ په تړاو د لا ډېرو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/bsc.aspx