نجیب الله کاکړ د آلمان د معتبرې تحصیلي بورسیې ګټونکی شو

کاردان پوهنتون ویاړي، چې د دې پوهنتون د سېول انجنیري څانګې یو تن فارغ‌التحصیل نجیب‌الله کاکړ د پاتسدام پوهنتون له‌لوري د آلمان د معتبري تحصیلي بورسیې (DAAD: German Academic Exchange Service) ګټونکی شو. د آلمان دا معتبره تحصیلي بورسیه هر کال هغو نړیوالو محصلینو ته ورکول کېږي، چې ټولنیز اغېز او ارزښتناکې علمي لاسته‌راوړنې ولري.

نجیب الله کاکړ د کاردان پوهنتون له سېول انجنیري څانګې فارغ شوی او اوسمهال د آلمان په پوتسدام پوهنتون کې له لرې لارې د سنجش او جغرافیايي اطلاعاتو د سیسټم «Remote Sensing, Geoformation and Visualization» په برخه کې ماسټري کوي. په دې وروستیو کې پر ټولنه د ټولنیز د مثبت اغېز درلودلو له امله د آلمان د معتبرې تحصیلي جایزې (DAAD: German Academic Exchange Service) ګټونکی اعلان شو.

دا جایزه هغو نړیوالو محصلینو ته ورکول کېږي چې لوړې علمي لاسته راوړنې ولري او عمومي او ټولنیزو مفاهیمو ته ژمن اوسي. د جغرافیايي اطلاعاتو د سیسټم په تړاو د ښاغلي کاکړ څېړنیزې مقالې په معتبرو علمي ژورنالونو کې خپرې شوې دي. نوموړی اوسمهال د «Slope Instability Detection in Northeastern Afghanistan» موضوع په تړاو د خپلې ماسټرۍ د پای لیک پر لیکلو بوخت دی.

دغه راز ښاغلی کاکړ د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې د افغانستان ناروې کمېټې د جغرافیايي اطلاعاتو او څېړنې د تخصصي ټیم غړی و. هغه په دې دنده کې د آلمان په پوتسدام پوهنتون او مونتانا پوهنتون کې د جغرافیايي اطلاعاتو د سیسټم نړیوالي څېړنیزې پروژې رهبري کړې دي. د دې ترڅنګ، نوموړی د جغرافیايي اطلاعاتو سیسټم او څېړنو په برخه کې په آلمان، د امریکا متحده ایالتونو، جینوا او قرغزستان کې په روزنیزو ورکشاپونو کې د ګډون له لارې له بېلابېلو بنسټونو سره همکار پاتې شوی دی.

ښاغلی کاکړ په پام کې لري، چې په اوږدمهال کې د افغانستان د طبیعي پېښتو په تړاو د څېړنو یو مرکز جوړ کړي، چې دا نوښت به له محصلینو، استادانو او ملي او نړیوالو څېړونکو سره له طبیعي پېښو څخه د افغانستان د خلکو د ساتلو په برخه کې مرسته وکړي.