کاردان کتابتون د مقالې لیکلو په تړاو روزنیز ورکشاپ جوړ کړ

د کاردان پوهنتون کتابتون د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۶مه، د زوم اپلېکشن له لارې د مقالې لیکلو په تړاو آنلاین روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. د دې سیالۍ ګډونوال باید «په افغانستان کې د پوهنې او لوړو زده کړو پر سکټور د کرونا وبا اغېزې» تر نامه لاندې په پښتو، دري او یا هم انګلیسي ژبه باندې ۱۵۰۰ توري مقاله ولیکي او د روانې چنګاښ میاشتې تر ۲۱مې نېټې یې ولېږي.

دا روزنیز ورکشاپ د تجارت ادارې ډیپارټمنټ استاد مهدي رضایي او د کاردان کتابتون د مسوول سید حامد سادات له لوري په ګډه وړاندې شو. د سیالۍ ګډونوالو د مقالې لیکلو، د مقالې جوړښت، د مقالې ترتیبولو او ادبي غلا په تړاو هر اړخیز مالومات ترلاسه کړل.

دا روزنیز ورکشاپ د ګټورو او اغېزناکو مقالو د لیکلو په برخه کې د ګډونوالو د لارښوونې په موخه جوړ شوی و.

د کاردان کتابتون مسوول سید حامد سادات په دې اړه وویل: «د ګډونوالو د مقالو له ترلاسه کولو وروسته د علمي پلاوي غړي مقالې د محتوا، جوړښت او ټولیزو اغېزو له مخې ټاکي. دغه راز موږ درې غوره لیکوالانو ته د فیس په ورکړه کې ځانګړی تخفیف هم په پام کې نیولی دی.»
د کاردان پوهنتون کتابتون د معتبرو علمي، چاپي، الکترونیکي، آنلاین او خطي نسخو په درلودلو سره محصلین دې ته هڅوي، چې د مطالعې او له دې سرچینو څخه د ګټې اخیستو له لارې د خپلې پوهې کچه لوړه کړي. دې کتابتون د محصلینو د ګروپي کارونو او کتاب لوستلو لپاره آرام او خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ترڅنګ له کمپیوټر څخه د ګټې اخیستلو او څېړنو آسانتیاوې هم لري.

د کاردان کتابتون د فعالیتونو او آسانتیاوو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/Success-Center/kardan_library.aspx.