مصنوعي ځیرکتیا په‌اړه ملي کنفرانس جوړ شو

کاردان پوهنتون د خپل رسالت د سرته رسولو او ټولنه کې د علم د تولید برخه کې د اغیزمنې ونډې اخیستنې په موخه د خپلو تحصیلي خدماتو ترڅنګ هر کال په بیلابیلو څیړنیزو او مهمو برخو کې ملي کنفرانسونه جوړوي.

له همدې امله، کاردان پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي په ۷ نېټه؛ د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستیال ډاکټر لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ترجمې د څانګې رییس محترم ډاکټر حمیدالله مزمل، د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محترم رضوان الله منیب، د پولي‌ تخنيک پوهنتون ریيس محترم سردارولي صالحي، د کابل د ښووني او روزني پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر جمشيد خان رشيدي، د کاردان پوهنتون ریيس محترم ډاکټر احمد خالد حاتم، د کاردان پوهنتون علمي مرستیال خواجه جمشيد صديقي، څیړونکو، د مرکز او ولایتونو د بیلابیلو پوهنتونونو استادانو، محصلینو او نورو میلمنو په ګډون د مصنوعي ځیرکتیا په‌اړه ملي کنفرانس جوړ کړ.

په دې کنفرانس کې د هېواد له مرکز او ولایاتو څېړونکو د پوهنې، روغتیا، ټولنې، روباټ جوړونې او نوښت، اقتصاد او اخلاقیاتو په برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا د نوښتونو، ګواښونو او ننګونو په‌اړه څېړنې وکړې. په ټوله کې، شاوخوا شل مقالې د یاد پوهنتون په نړۍوال ژورنال کې خپرې شوې.

کنفرانس د کاردان پوهنتون د اړیکو او شمولیت د دفتر د کارمند قاري سيد عنايت الله سهرابي، له خوا د قرآن اعظیم‌الشان د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د دغه پوهنتون علمي مرستیال خواجه جمشید صدیقي مېلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه کنفرانس د جوړیدو په موخو خبرې وکړې. ښاغلي صدیقي د مصنوعي ځیرکتیا د څیړنو پر زیاتوالي، عامه پوهاوي، د مقالو لیکل او چاپول، د مقالو خپرولو له‌پاره د اسانتیاو برابرول، د لیکوالانو او اړوندو څانګو ترمنځ د اړیکو پراختیا او نوښت ته د استادانو هڅولو باندې بحث او ټینګار وکړ.

ورپسې، د کاردان پوهنتون رییس محترم ډاکټر احمد خالد حاتم د تحقیق او څېړنې او دغه ډول علمي کنفرانسونو جوړولو په اهمیت خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ډاکټر لطف‌الله خیرخواه د کاردان پوهنتون د دې کنفرانس د جوړولو له امله د مننې او مبارکۍ ترڅنګ وویل: «دا د ټکنالوژۍ په برخه کې یو ستر ګام دی او موږ له کاردان پوهنتون او د دې کنفرانس تنظیموونکو څخه نړۍ مننه کوو.»

د پروګرام په لړ کې، د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د استاد محمد طاهر په وینا د ګردي مېز بحث پیل شو.

د دې مېز ګډونوال هر یو، محترم ډاکټر قدرت‌الله عمرخېل د کابل د پوهنې او روزنې د پوهنتون استاد، د کاردان پوهنتون رییس ډاکټر احمد خالد حاتم، د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ضیاءالرحمن شیرزاد او د کاردان پوهنتون استاد سید مرتضی کاظمي؛ د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټیزو پوښتنو او د مصنوعي ځیرکتیا د نوښتونو، فرصتونو او ننګونو په‌اړه بحث وشو.

له هغه وروسته، مقالې په جلا جلا ډول په جلا مېزونو باندې په کره ډول و ارزول شوې او د پینځه واړه ګردي مېزونو ډلګي مشرانو د خپلو موندنو لنډیز په تالار کې حاضرینو ته وړاندې کړ.

ورته مهال، د جلال اباد ښار د الفلاح پوهنتون استاد عمران‌الله اختر وویل: «کاردان پوهنتون ته دا زما لومړی سفر و او کنفرانس زما له‌پاره ډېر په زړه پورې و. ما ډیرې نوې علمي څېرې ولېدې او د څیړن پوهنې او اړیکو په‌اړه مې ډیر څه زده کړل. په ټولیز ډول دغه کنفرانس د کاردان پوهنتون د څیړنیز مدیریت له خوا ډیر ښه تنظیم شوی و.»

کاردان پوهنتون، د مېلمنو د راتګ او په دې کنفرانس کې د ګډون کوونکو او څېړونکو د هلو ځلو د مننې په پار هغوی ته مننلیکونه او شیلډونه ډالۍ کړل.
پروګرام د کاردان پوهنتون د کمپیوټر ساینس ډیپارټمنټ د استاد فضل مولا صافي د اختتاميې دعا سره پای ته ورسېد.

کاردان پوهنتون، په افغانستان کې د تر ټولو معتبر تحصیلي بنسټ په توګه، د علمي څیړنو د ترسره کولو له‌پاره د مناسب چوکاټ جوړول او په ټولنه کې د حاد او تازه موضوعاتو د څیړلو له‌پاره ځانګړې او تعریف شوې علمي حل لارې موندل خپل ماموریت ګڼي.