کاردان پوهنتون د (۱۴۰۳ پسرلني سمسټر) غوره محصلین وستایل

کاردان پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال، د تلې میاشتې ۸، د یکشنبې په ورځ، د علمي معاون خواجه جمشید صدیقي په ګډون، د روان کال پسرلني سمسټر د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو غوره محصلینو د ستاینې پروګرام جوړ کړ.

کاردان پوهنتون په هر سمسټر کې د محصلینو د تشویق، استعداد موندنې او الهام بخښلو له‌پاره یوه مناسب چوکاټ برابروي، ترڅو د غوره محصلینو د ستاینې پروګرام جوړ کړي. په دې پروګرام کې، غوره محصلین د ستاینلیکونو ترڅنګ د وړتیا پر بنسټ تحصیلي بورسیې هم ترلاسه کوي. هغه محصلین چې په سمسټر کې په خپلو درسونو کې زیار ایستی وي او په وروستیو ازموینو کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د غوره محصل په توګه پیژندل کېږي او په دې پروګرام کې شاملېږي.

دا پروګرام د کاردان پوهنتون د اړیکو د دفتر کارکوونکي سید عنایت الله سهرابي په ویاندویۍ پیل شو. وروسته خواجه جمشید صدیقي د غوره محصلینو د ستاینې په‌اړه داسې وویل: «تاسو قدرمنو محصلینو ته مبارکي وایم، ځکه چې نه یوازې د کاردان پوهنتون غوره محصلین یئ، بلکې په یوه ډول د افغانستان غوره څېرې هم یاستئ. تاسو په دې پوهنتون کې چې د افغانستان تر ټولو غوره پوهنتون دی، لوړو زده کړو ته دوام ورکوئ او د سختې رقابتي پروسې له لارې د بېلابېلو تحصیلي رشتو له منځه د غوره محصل په توګه ټاکل شوي یئ. ستاسو هڅې د ستاینې وړ دي، او موږ تاسو ته د دې بریا مبارکي وایو!»
استاد صدیقي ـ د محصلینو د ښوونیز وضعیت د ښه والي په موخه د وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل: «تمه ده چې کاردان پوهنتون د خپل ښوونیز سیسټم د لاښه والي او باکیفیته تحصیلي خدماتو چوپړتیا برابرولو په موخه خپل له نصابه بهر فعالیتونه ډېر کړي او په راتلوونکي سمسټر کې به د لیسانس او ماسټرۍ په کچه نوي تحصیلي پروګرامونه پیل کړي.»

په ورته وخت کې، هغه زده کوونکي چې په دې پروګرام کې د غوره محصلینو په توګه پیژندل شوي و، د ویاړ او خوښۍ احساس یې درلود. د تجارت ادارې لیسانس پروګرام د اتم سمسټر محصل، عابد ارغندیوال وویل: «کاردان پوهنتون زما په بریاوو او لاسته راوړنو کې خورا مهم رول لوبولی دی. دا یو ډیر ځانګړی او د ویاړ احساس دی چې ما د اووم ځل له‌پاره دا جایزه واخیسته. هر سمسټر کې چې زه غوره محصل ګڼل کېږم، د خپل موخو ترلاسه کولو له‌پاره د دقیق انتخاب په ارزښت ډېر پوهېږم. دا شیبه نه یوازې ماته بلکې زما کورنۍ، ملګرو او استادانو ته هم خورا ستر ارزښت لري. ځکه دوی تل زما ملاتړ کړی او زما بریا د دوی د نه ستړي کیدونکي ملاتړ پایله ده.»

نوموړي د کاردان پوهنتون او د دې پوهنتون له استادانو څخه د مننې په ترڅ کې زیاته کړه: «زما پیغام او وړاندیز نورو محصلینو ته دا دی چې تل په خپل ځواک باور ولرئ او خپلو موخو ته له رسېدو څخه لاس پر سر نشي. د بریالیتوب لاره له ننګونو او ستونزو ډکه ده؛ خو په صبر، ژمنتیا او پرله پسې هڅو سره هره موخه ترلاسه کېدای شي. مهمه خبره دا ده چې له ناکامیو څخه مه وېرېږئ؛ ځکه هره ناکامي د راتلوونکو بریالیتوبونو له‌پاره درس دی.»

کاردان پوهنتون چې د افغانستان تر ټولو غوره او معتبر پوهنتون دی، تل هڅه کوي چې د دا ډول پروګرامونو په جوړولو سره خپل محصلین غوره زده کړو ته وهڅوي او د هغوی د علمي ظرفیتونو لوړولو ته زمینه برابره کړي.