د کاردان پوهنتون او د کاناډا د کارلټون پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

کاردان پوهنتون له بهرنیو پوهنتونونو سره د نړیوالو همکاریو د پراختیا پر بنسټ د کاناډا له کارلټون پوهنتون سره د دوو اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک له مخې به یاد دواړه پوهنتونونه د ظرفیت لوړولو، څېړنو، اکاډمیکو همکاریو او دغه راز د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا اهدافو (SDGs) په ځانګړي ډول د څلورم هدف (باکیفیته زده کړې) د بنسټیز کېدو په برخو کې اغېزناک پروګرامونه طرح او پلي کړي.

د واړه پوهنتونونه کولای شي له دې هوکړه لیک څخه د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو اړوند د ملي او نړیوالو علمي
او څېړنیزو مسایلو د ردیابي په برخه کې ګټه واخلي. دغه راز، زموږ استادان او محصلین کولای شي له خپلو نړیوالو سیالانو سره د څېړنو په برخو کې همکاري وکړي او په دې ترتیب د خپل اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه واخلي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر عبدالمعز میرزاده په دې اړه وویل: «د نړۍ د نورو برخو له پوهنتونونو سره د دا ډول هوکړه لیکونو لاسلیکول د نړیوال کېدو لپاره خورا مهم ګام ګڼل کېږي او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیايي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هلو ځلو له پیاوړتیا سره مرسته کوي.»

د دې هوکړه لیک له مخې کاردان او کارلټون پوهنتونونه د هر پروګرام کاري پرمختګ څېړي او د ظرفیت لوړولو، څېړنو او علمي برخو کې ګډې همکارۍ ترسره کوي.

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتیژیکو همکاریو دفتر مدیر محمد صمیم سدید وايي: «له هېواده بهر پوهنتونونو سره همکاري د نړیوالو چارو او سټراتيژیکو همکاریو په پیاوړتیا کې له موږ سره خورا مرسته کوي او د نړیوال کېدو په لوري زموږ د ریښتینیو هڅو ښکارندوی دی.»

د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو او سټراتیژیکو همکاریو دفتر (OAISP) د ځانګړو علمي مشرانو له لوري رهبري، د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال له لوري سلا مشورې ورکول کېږي او د سټراتيژیک پلان کمېټې (SPAC) له لوري یې ملاتړ کېږي. د دې ترڅنګ، د پوهنتون پر نورو مهمو واحدونو سربېره د پوهنځیو رییسان د اړوندو پوهنځيو په استازیتوب د دې دفتر ځینې چارې پر مخ وړي. د دې دفتر له عنوان څخه ښکاري، چې په دو مهمو برخو یعني نړیوالو اړیکو او سټراتيژیکو همکاریو په برخو کې فعالیت ترسره کوي.

د دې فتر اړوند نورو مالوماتو لپاره: https://bit.ly/2TofpQi

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په اړه د نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/sustainability/