عبدالله واحدي د میاشتې غوره کتاب‌لوستونکی شو

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمنټ محصل عبدالله واحدي د کاردان کتاب‌تون له لوري د میاشتې د غوره کتاب‌لوستونکي لقب په ګټلو سره د دې کتابتون ځانګړی کارټ ترلاسه کړ.

ښاغلي واحدي د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې پنځه کتابونه (زوړ سړی او بحر، شهزاده، د مقالې لیکل، د نورو هڅونه او د وخت فوري مدیریت) لوستلي او له همدې امله د میاشت غوره کتاب لوستونکی شو.

د کاردان کتابتون د ځانګړي کارټ ترلاسه کولو سره به نوموړی د کتابتون ټولو سرچینو ته لاس‌رسی ولري، له کوم لګښت پرته به پرنټ او کاپي کوي، د ۳۰ ورځو له‌پاره به پنځه کتابونه پور اخلي او د کاري ساعتونو پر مهال به هر وخت د مباحثې له خونې په نامحدود ډول ګټه اخلي. د دې ترڅنګ به هغه د دې فرصت ولري، چې د کتاب‌تون په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې برخه واخلي.

ښاغلي واحدي په دې اړه وویل: « ډېر خوښ یم، چې د میاشتې د غوره کتاب لوستونکي لقب مې خپل کړ. په حقیقت کې اوس دې ته هڅول شوی یم، چې لا ډېره مطالعه وکړم. د کاردان پوهنتون له کتابتون څخه مننه کوم چې د محصلینو د کتاب لوستلو، د علمي ظرفیت لوړولو او په بېلابېلو پروګرامونو کې د ګډون زمینې لپاره یې دا عالي فرصت رامنځ ته کړی دی.»

د میاشتې غوره لوستونکی د کاردان پوهنتون د کتابتون یو ځانګړی پروګرام دی، چې له مخې یې هغه محصلین پېژندل کېږي، چې د کتابتون په فعالیتونو کې په فعالانه ډول برخه اخلي او د یوې میاشتې په ترڅ کې تر پنځو کتابونه لولي. د میاشتې غوره لوستونکی هره میاشت د رسمي نومونې او غوراوي پروسې له لارې ټاکل کېږي.

د کاردان پوهنتون کتابتون محصلین هڅوي، چې د دې کتابتون له بېلابېلو چاپي، آنلاین، الکترونیکي او خطي نسخو څخه ګټه واخلي. دې کتابتون د محصلینو د ګروپي کارونو او کتاب لوستلو لپاره آرام او خوندي چاپېریال برابر کړی او د دې ترڅنګ له کمپیوټر څخه د ګټې اخیستلو او څېړنو آسانتیاوې هم لري.

د کاردان کتابتون د فعالیتونو او آسانتیاوو په اړه د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/Success-Center/kardan_library.aspx.