کاردان پوهنتون، د ډېټاساینس د تدریس برخه کې مخکښ بنسټ

کاردان پوهنتون، د افغانستان په کې د لومړي او یوازیني پوهنتون په توګه د ډېټا ساینس ماسټرۍ (MSDS) پروګرام پیلولو ویاړ لري. دغه پروګرام د کمپیوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې طرحه شوی، چې د اوسني دور عصري وسایلو او تکنالوژیکي اړتیاوو ته په کتو، محصلین د نوښت او ټکنالوژۍ لومړۍ کرښې ته روزي.

د ډېټا ساینس ماسټرۍ (MSDS) پروګرام، محصلینو ته تخصصي پوهه او عملي مهارتونه ور زده کوي ترڅو د پېچلو مسایلو د حل وړتیا پیدا کړي. د دې پروګرام نصاب د لویو معلوماتو مدیریت له‌پاره د کارېدونکو الگوریتمونو پرمختګ، د معلوماتو امنیت تضمین او د شبکې د امنیت(network) له‌پاره د نویو پروتوکولونو ډیزاین باندې متمرکز دی. سربېره پر دې، محصلین زده کوي چې د اړیکو زیانمن‌تیا و پېژني او کمه یې کړي، (Ad Hoc) شبکې عملي کړي او له بین الرشتوي کړنلارو څخه ګټه په ګټه اخیستنې نظری پوهه او عملي تجربې سره یوځای کړي.

د ډېټا ساینس ماسټرۍ پروګرام غوښتونکي اړ دي چې په کُدلیکنې او پروګرام لیکنې باندې حاکمیت ولري. دا پروګرام محصلینو ته د پرمختللو پروګرام لیکنې وسایلو، لکه: (map-reduce)، په برخه کې روزنه ورکوي تر څو وکولای شي د لویو معلوماتو اغېزمن مدیریت او پروسس وکړي. دا پروګرام ډاډ ورکوي چې فارغ‌التحصیلان د ډېټا ساینس په ساحه کې د نوې ټکنالوژۍ او میتودونو په تمرکز سره له لویو ننګونو سره د مقابلې له‌پاره ښه چمتو شي.

د ډېټا ساینس ماسټرۍ (MSDS) پروګرام، د هغو متخصصینو د روزنې له‌پاره طرح شوی چې د کمپیوټر ساینس مختلفو برخو کې د مرستو او همکارۍ توان لري. دا پروګرام هغو غوښتونکو ته وړاندیز کېږي چې نوښت، غوره‌والی ته لېوالتیا لري او د دې مخ په ودې مسیر کې د بریا په هڅه کې دي. د یاد پروګرام فارغ‌التحصیلان به د راتلونکي صنعتي او ټکنالوژیکي بدلون په برخه کې د خپل تخصصي او مؤثر رول ادا کولو له‌پاره ښه چمتو او د ټکنالوژۍ او ډېټا ساینس په پرمختګونو کې مهمه ونډه ولري.

د MSDS پروګرام درې ژبې لري: Python، R او Go. محصلین به د ډېټا ساینس په ماسټرۍ پروګرام کې د دې درې ژبو تجربې ترلاسه کړي او کولای شي خپل مطالعات له یوې یا نورو ژبو سره تنظیم کړي. پایتون په اوسني وخت کې د ډېټاساینس برخې نوموتې ژبه ده.

کاردان پوهنتون د دې مخکښ پروګرام په پیلولو سره، په علمي غوره‌والي کې د تلپاتې ژمنتیا څرګندونه کوي. د ډېټا ساینس په پروګرام کې ماسټري یوه بدلون جوړونکې تحصیلي هڅه ده چې محصلین د افغانستان په ټکنالوژۍ او علمي لیدلوري کې د رهبرانو او متخصصینو په توګه چمتو کوي.