د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس د پوهنځيو د رییسانو په آنلاین سیمینار کې برخه واخیسته

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر عبدالمعز میرزاده د سوداګرۍ د پرمختللیو پوهنځيو ټولنې AACSB له لوري د پوهنځيو د رییسانو په آنلاین سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. دا سیمینار د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په آنلاین بڼه جوړ شوی و.

دې آنلاین سیمینار په څرګنده ډول وښوده، چې د پوهنځي د ریاست دوره د امتیازاتو او ناڅرګندو ننګونو او د رییس د مهارتونو ټولګې لپاره د یوه بشپړ تحصیلي چاپېریال ټاکل کوم موارد په بر کې نیسي. د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ښاغلي ډاکتر عبدالمعز میرزداده سیمینار ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «رییسان باید څه چې غواړي د هغو په اړه خپل لید ترلاسه، د بېلابېلو د دندو د ترسره کولو پرمهال د فشار مخنیوی او د یوه نوي رییس په توګه لومړۍ ۹۰ ورځې مهمې دي.»

د دې ترڅنګ، یاد سیمینار د پوهنځیو رییسانو ته د مسلک د لټون پروسې د هدایت کولو، د بریالیتوبونو د لاسته راوړولو او د ریاست په رول کې د پرمختګ لازمې لارې چارې وړاندې کړې. دغه راز پر دې بحث وشو چې د تجارت ادارې څانګې د رییس ونډه ښایي له ننګونو او امتیازاتو دواړو سره مله وي. د دې حرفوي سفر تر پیل وړاندې رییسان ځینې ناځوابه پوښتنې لري، چې اړتیا ده د یوې اغېزناکې سټراتیژۍ تر پراختیا وړاندې ځواب شي.

د سوداګرۍ د پرمختللیو پوهنځيو ټولنه AACSB یوه نړیواله غیر انتفاعي ټولنه ده، چې استادان، محصلین او سوداګري د یوې ګډې موخې لپاره چې د لویو مشرانو د راتلونکي نسل رامنځ ته کول دي، نښلوي.

یاده ټولنه له ۱۹۱۶ کال راهیسې د یو لړ عالي سټنډرډونو پر بنسټ په ټوله نړۍ کې خپلو شاوخوا ۱۷۰۰ غړیو سازمانونو او د سوداګرۍ برخې نژدې ۹۰۰ بااعتباره پوهنتونونو ته د کیفیت د تضمین، د سوداګرۍ زده کړو پوهاوی او روزنیز او پرمختیايي خدمتونه وړاندې کوي.

کله چې یو روزنیز، حرفوي او سوداګریز سازمان د دې ټولنې غړیتوب ترلاسه کوي، نو دوی د هغه خوځښت برخه ګرځي چې په ټوله نړۍ کې د سوداګرۍ زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې سره متحد شوي دي. دا ټولنه د خپلو ټولو غړیو سازمانو او سوداګریزو ټولنو په کچه د نوښت او کیفیت شریکولو ته زمینه برابروي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په اړه د لا نورو مالوماتو لپاره: https://kardan.edu.af/ps/Academics/faculty_of_economics.aspx