د فارغانو له‌لوري د محصلینو د لارښوونې پروګرام د لومړي پړاو پرانېسته وشوه

د کاردان پوهنتون د محصلینو د بریا مرکز د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي په ۳۰مه نېټه، د یو ځانګړي پروګرام په‌ترڅ کې د فارغانو له‌لوري د محصلینو د لارښوونې شپږ میاشتني پروګرام لومړی پړاو پیل کړ. په دې پروګرام کې د کاردان پوهنتون فارغانو، محصلینو او د پوهنتون مشرتابه پلاوي ګډون کړی وو.

د دې پروګرام موخه زموږ د بااستعدادو فارغانو له تجربو او تخصص څخه د محصلینو برخمن‌کېدل او د هغوی لارښوونه ده، څو په خپل مسلکي ژوند کې غوره پرېکړې وکړي.

دا پروګرام محصلینو او فارغانو ته دا موکه ورکوي، چې د دوو اړخیزو همکاریو له لارې د محصلینو په مسلکي او علمي پرمختګ باندې تمرکز وشي. دغه راز د دې پروګرام پرمټ د کاردان پوهنتون فارغان د نظریو او تجربو د شریکولو له لارې له محصلینو سره د علمي او کاري پرمختګ په برخو کې خپلې سلامشورې شریکوي. دا پروګرام د دې ترڅنګ محصلینو ته اجازه ورکوي، چې له متخصصو فارغانو سره د اړیکو له لارې د کاري او مشرتابه مهارتونو د پرمختګ په موخه لار پرانېزي.

د کاردان پوهنتون اجراییه رییس ښاغلي میرویس نهضت د دې پروګرام ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: «په دې پروګرام کې د فارغانو په توګه ستاسو ګډون د کاردان پوهنتون له محصلینو او په ټوله کې د هېواد د ځوان نسل د علمي، شخصي او حرفوي پرمختګ لپاره ستاسو د ژمنتیا ښکارندويي کوي.»

ښاغلي نهضت زیاته کړه: «خوښ یم، هغه فارغان چې په دې پروګرام کې د لارښوونکو په توګه خدمت کوي په دولتي، خصوصي او غیرانتفاعي بنسټونو کې بدلون راوړونکي او مهم مشران دي. د کاردان پوهنتون د مشرتابه په استازیتوب اجازه راکړئ د پوهنتون او ټولنې پر وړاندې ستاسو له ژمنتیا څخه مننه وکړم. زموږ محصلین به له دې کم ساري او ژوند بدلونکي فرصت څخه په ښه ډول ګټه پورته کړي او د دې نوښت بریا ستاسو په ژمنتیا پورې تړاو لري.»

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګې فارغ او د یاد پروګرام لارښوونکي عبدالعظیم عطارد په دې اړه وویل:« د دې عالي نوښت له امله له کاردان پوهنتون څخه مننه کوم. دا پروګرام د محصلۍ له ژوند څخه کاري ژوند ته د بدلون په برخه کې د محصلینو لپاره یو مهم پړاو ګڼل کېږي او د یوې روښانه راتلونکې لپاره د غوره لید درلودلو په برخه کې له هغوی سره مهمه مرسته کولای شي.»

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د ماسټرۍ څانګې فارغ التحصیله او د فارغانو له لوري د محصلینو د لارښوونې پروګرام لارښوده هما کامجو سلیمي وايي:« زه باوري یم چې دا پروګرام یوازې د محصلینو لپاره ګټور نه و، بلکې د فارغانو لپاره هم مهم و. دې پروګرام زموږ فارغانو لپاره هم دا فرصت برابر کړ، چې له محصلینو سره دوامداره او دوه اړخیزې اړیکې رامنځ ته کړو.»

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې محصله او له دې پروګرام څخه ګټه اخیستونکې روهینه پنا وايي:« د کاردان پوهنتون له مشرتابه او زموږ له متخصصو فارغانو څخه د دې پروګرام د جوړېدو له امله مننه کوو کوم چې زموږ په شخصي او مسلکي ژوند مثبته اغېزه کوي. د وخت په تېرېدو سره دا زموږ لپاره د فرصتونو دریڅه ګڼل کېدای شي، ځکه موږ له خپلو متخصصو او باتجربه فارغانو د تحصیلي، کاري، څېړنیزو او د خپلو شخصي او حرفوي پرمختګونو په برخه کې د سلامشورو د اخیستلو په لټه کې یوو.»

د کاردان پوهنتون له فارغانو سره د اړیکو دفتر کارکوونکی اقبال نهضت وايي، چې دا پروګرام په میاشت کې له اتو تر لسو ساعتونو او په ټوله کې د شپږو میاشتو لپاره دی، چې بنسټیزه موخه یې د بېلابېلو ځانګړنو له هغې ډلې د زده کړو، دندې، څېړنو او ورته نورو له مخې د محصلینو او فارغانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت دي.

د نورو مالوماتو لپاره دا لینک کېکاږئ: https://kardan.edu.af/Alumni/alumni-mentorship-program.aspx