د تجارت ادارې لیسانس ډیپارټمنټ د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو ته د اعتبار ورکولو له نړیوالې شورا اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ

د کاردان پوهنتون د تجارت اداري لیسانس ډیپارټمنټ د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو ته د اعتبار ورکولو شورا ACBSP له لوري خپل اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ.

د اعتبار ورکولو پروسه پر غوره تدریس، د محصلینو د زده کړو پر پایلو او پر یوه دوامدار پرمختیايي مډل باندې ټینګار کوي. د یادې شورا له لوري د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې لیسانس ډیپارټمنټ ته اکاډمیک اعتبار ورکول د دې څانګې له محصلینو سره مرسته کوي، چې غوره کاري فرصتونه پیدا، پر صنعت ولاړ سوداګریز تحصیلي نصاب پرمخ یوسي، د معلوماتو د مبادلې په پروګرامونو کې ګډون وکړي او په ټوله کې یو معتبر تحصیلي سند ترلاسه کړي.

د کاردان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس ډاکتر عبدالمعز میرزاده په دې تړاو وویل: «د ACBSP اکاډمیک اعتبار د تجارت ادارې د لیسانس ډیپارټمنټ د علمي پلاوي غړیو ته په نړیوالو مسلکي پراختیايي پروګرامونو کې د ګډون، د سوداګرۍ په نړیوالو څېړنیزو ژورنالونو کې د خپلو څېړنو د خپرولو او د تدریس غوره نړیوالو جایزو ته د رقابت کولو فوق العاده فرصتونه برابروي.»

د تجارت ادارې د لیسانس څانګې فارغ التحصیله مسوده د یادې شورا له لوري دې څانګې ته د اکاډمیک اعتبار د ورکړې په اړه وویل: « د ACBSP اکاډمیک اعتبار ترلاسه کول د تجارت ادارې د لیسانس څانګې محصلینو او فارغانو ته خورا ارزښتناکه لاسته راوړنه ده. دا اعتبار ښيي، چې موږ د سوداګرۍ تحصیلي پروګرامونو په برخه کې نړیوال معیارونه پوره کوو. د دې لویې لاسته راوړنې له امله د کاردان ټولې کورنۍ ته مبارکي وایم.»

تر دې وړاندې د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر ښاغلی قیس محمدي په ۲۰۱۹ کال کې د یادې شورا له لوري په سیمه ییزه کچه د غوره استاد جایزې ګټونکی وبلل شو. دا شورا هر کال هغه استادان چې په ټولګي کې د تدریس غوره بېلګه اوسي په رسمیت پېژني.

د سوداګرۍ تحصیلي بنسټونو او پروګرامونو ته د اعتبار ورکولو شورا چې په ۱۹۸۸ کال کې تاسیس شوې د غوره کړنو د ترسره کولو لپاره یو عالي سټنډرډ د اعتبار ورکولو له پروسې سره یو ځای، چې د بالډریج د زده کړو پر معیارونو ولاړ وي معرفي کوي، کوم چې د مشرتابه، سټراتیژیکې پلان جوړونې، له کاري شریکانو سره د اړیکو، د اکاډمیکو پروګرامونو د کیفیت، د استادانو اعتبار او تحصیلي ملاتړ ارزونه کوي.

د ACBSP د اکاډمیک اعتبار له ترلاسه کولو وړاندې، د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس او ماسټري څانګو د لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو له نړیوالې شورا IACBE څخه هم خپل اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړی دی.

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې لیسانس څانګه تاسو له علمي لید لوري، عملي وړتیاو او مسلکي مهارتونو سره ټولنې ته ور پېژني او د خپلې خوښې وړ کار او کسب آسانتیاوې درته برابروي. د دې څانګې فارغان د خپلو زده کړو او ترلاسه شویو مهارتونو پر مټ بریالي شوي، چې خصوصي شرکتونه رامنځ ته، د ماسټرۍ او دکتورا په کچه لوړو زده کړو ته لار ومومي او یا هم ملي او نړیوال بنسټونه مدیریت کړي.