قیس محمدي د کمربند او جادې ټولنې په آنلاین سیمینار کې برخه واخیسته

د کاردان پوهنتون د اقتصاد ډیپارټمنټ آمر قیس محمدي د کمربند او جادې نوښتګرې ټولنې له غړیو هېوادونو سره د آکاډمیکو اړیکو د رامنځته کولو په تړاو آنلاین ناسته کې ګډون وکړ. دا ناسته د سولې او ډیپلماتیکو مطالعاتو د بنسټ له لوري د ۱۴۰۰ کال د غویي میاشتې په ۱۷ مه نېټه په آنلاین بڼه جوړه شوې وه.

دا آنلاین سیمینار د یادې ټولنې د غړیو هېوادونو د تحصیلي موسسو ترمنځ د آکاډمیکو څېړنو د ترویج او پراختیا، نوښت او روزنیزو اړیکو په تړاو جوړ شوی و. په دې سیمنیار کې د افغانستان، فرانسې، چین، ایران، پاکستان او قزاقستان څېړونکو، استادانو او کارپوهانو ګډون کړی وو.

د دې سیمینار په ترڅ کې ښاغلي محمدي د افغانستان پر طبیعي سرچینو په ځانګړي ډول د پراخو معدنونو چې ارزښت یې څه باندې درې ټریلیون ډالرو ته رسېږي، مالومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د دې معدنونو را ایستل او له هغو څخه ګټه اخیستل د سیمې د اقتصادي ودې په ګټه دي او کاردان پوهنتون کولای شي د دې ټولنې له غړیو سره د آکاډمیکو اړیکو په رغولو کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه، د کال په اوږدو کې لمر، باد او اوبه کولای شي د سیمې لپاره د پام وړ انرژۍ سرچینې برابرې کړي او خوشبختانه چې افغانستان دا ډول پراخې طبیعي سرچینې لري.

د کمربند او جادې نوښتګر ټولنې موخه د بشریت لپاره د یوې ګډې ټولنې په رامنځته کولو کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ له لرلید سره مرسته کوي او د دې ټولنې له غړیو هېوادونو سره د پوهې، تجربې او پراختیايي همکاریو د درلودلو او شریکولو په برخه کې بنسټیزه موکه برابروي.

د سولې او ډیپلوماټیکو مطالعاتو انستیتوت د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې مېشت یو خپلواک، غیر دولتي، غیر څېړنیز انتفاعي او د وکالت او ډیپلوماسۍ سازمان دی. د دې سازمان موخه د سولې او ابرېښمو لارې په اړه د نوښتګرو څېړنو د ترسره کولو، اغېزناک ملاتړ، روزنیزو بنسټونو، مشورتي خدمتونو او ډیپلماټیکو نوښتونو له لارې د پاکستان د ونډې پیاوړتیا او اغېزدرلودل دي.

د کاردان پوهنتون د تلپاتې پراختیا دفتر په اړه: https://kardan.edu.af/dr/sustainability/