له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د محصلینو لیدنه

د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې د لیسانس څانګې محصلینو د سې شنبې په ورځ، د روان کال د غوایي میاشتې په ۱۴ مه، له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د لیدنې په ترڅ کې د دې وزارت د بېلابېلو برخو له رییسانو سره ولیدل.

د دې علمي سیر په ترڅ کې محصلینو د یاد وزارت له مسوولینو سره د صنعت او سوداګرۍ برخې د لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو او اړوندو پالیسیو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې. دا لیدنه د ملګرو ملتونو تلپاتې پراختیايي اهدافو په ځانګړي ډول څلورم هدف ته د رسېدو په برخه کې د کاردان پوهنتون د تعهد پر بنسټ ترسره شوه.

په دې لیدنه کې محصلین له وړو او منځنیو شرکتونو، د وارداتو او صادارتو له سټراتیژۍ، د سټراتیژۍ د جوړولو له پړاونو، ملي او نړیوالې پانګې اچونې او د بشري سرچینو د مدیریت له څرنګوالي سره آشنا شول.

د کاردان پوهنتون یو استاد محمد نبي نایل په دې اړه وویل: «له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه کوو، چې د دې علمي سیر زمینه یې برابره کړه. دا علمي سیر زموږ د محصلینو لپاره یوه ښه عملي تجربه وه، څو وکولای شي د دې وزارت د کاري لرلید په اړه مالومات ولري.»

د ویلو وړ ده، چې د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې ډیپارټمټ محصلینو په بېلابېلو علمي سیرونو کې چې ملي او نړیوالو بنسټونو ته ترسره شوي ګډون کړی او د خپلې تحصیلي څانګې اړوند مهم مالومات یې ترلاسه کړي دي.

که تاسو هم د کاردان پوهنتون د تجارت ادارې په تحصیلي څانګه کې د لوړو زده کړو مینه وال یاست او هیله لرئ چې کار آفرینان و اوسئ نو د دې پوهنتون په تجارت اداره کې د لیسانس څانګه په دې برخه کې ستاسو د علمي او کاري سفر لومړنی ګام دی.

د تجارت ادارې د لیسانس څانګې په اړه: kardan.edu.af/Academics/bba